عراقچي: ښايي امریکا سره ژر هوکړو ته ونه رسېږو

عراقچي: ښايي امریکا سره ژر هوکړو ته ونه رسېږو


  • 2 مياشتي دمخه (18/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 100

 

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له امریکا سره د هوکړې بهیر پیل شوی، خو وروستۍ پایلې ته رسېدل به ژر ممکن نه وي.

عباس عراقچي د خبرو اترو دوهم پړاو مثبت بللی ؛خو زیاته کړې ده چې  دواړه لوري لا هم پر ځینو مهمو مسایلو کې واټن لري او د نظرونو نږدې کېدل یې وخت غواړي.

 عراقچي  همداراز ویلي، د راتلونکو مذاکراتو کره نېټه نه ده ټاکل شوې او دواړه خواوې به لومړی په خپلو پلازمېنو کې سلا مشورې وکړي.

په دې پړاو کې د ایران د پلاوي مشري عراقچي کوله، او د امریکا له لوري سټیو ویتکاف او جرد کوشنر ګډون درلود.

 

 د یادونې وړ ده، چې د ایران او امريکا ترمنځ د اټومي پروګرام دویم پړاو خبرې اترې د عمان په سفارت کې د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شوې.