پزشکیان: د اوبو د کمښت له جدي بحران سره مخ یوو

پزشکیان: د اوبو د کمښت له جدي بحران سره مخ یوو


  • 8 مياشتي دمخه (31/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 331

پزشکیان: ایران د سختې اوبو د کمښت له بحران سره مخ ده

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی چې هېواد یې د اوبو د جدی بحران په درشل ولاړ دی.  

نوموړي د منابعو ناسمه اداره او د اوبو زیات مصرف د هېواد د اوبو امنیت لپاره اصلي ګواښونه وبلل.

پزشکیان ټینګار وکړ که په تهران او نورو لویو ښارونو کې د اوبو مدیریت جدي ونه‌ نیول شي او خلک د سپما فرهنګ ته پاملرنه و نه‌کړي، نو هېواد به د سنبلې او میزان په میاشتو کې د بندونو د تشېدو له بحران سره هم مخ شي.