د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړی، صالح محمد محمدي د بحرین سنوکر په نړیوالو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شو.
محمدي په خپله وروستۍ ۶ بالیزه لوبه کې له چینايي سیال چنکوین سره مخامخ شو، چې ۱ ـ ۴ یې ماتې ومنله.
محمدي تر دې وړاندې په ۶ بالیزه بڼه کې ۳ سیالانو او په ماسټر بڼه کې یې دوو لوبغاړو ته ماتې ورکړې وې.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست د معلوماتو له مخې، د بحرین سنوکر نړیوالې سیالۍ د جولای په ۱۳مه د دغه هېواد په پانامه ښار کې د ۲۵ هېوادونو په ګډون پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام وکړي.