خبرونه

سره صلیب: هڅه کوو، افغانستان سره مرستې زیاتې کړو

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیواله فدراسیون وايي، هڅه کوي چې روان کال له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي. د یاد فدراسیون مشر الکساندر میتیو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، دوی د اسلامي امارت له ټولو ادارو سره غوره اړ...

لکي مروت کې د ډزو په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي

د خیبرپښتونخوا لکي مروت په اکړې خانزادخېلو کلي کې د واده په مراسمو کې د ډزو له کبله شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.   پاکستاني پولیسو ویلي، چې پېښه د دوو کسانو ترمنځ د شخصي دښمنۍ له وجې شوې ده.  د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې...

د بهرنیو چارو وزیر: له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا غواړو

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.  د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي، س...

افغان فوټسال لوبډله په اسیا جام کې له مخکې تګ پاتې شوه

د ۲۰۲۴ اسیا جام فوټسال سیالیو په کوارټر فاینل پړاو کې افغان فوټسال ملي لوبډلې له تاجکستان ۲ ـ ۱ ماتې وخوړه.   دغه لوبه نن غرمه د ټایلند په کوربه‌توب ترسره شوه.  نننۍ لوبه په خپل قانوني وخت کې ۱ ـ ۱ مساوي شوه؛ خو په اضافي وخت کې...

افغان ابدالیان لوبډله له سریلانکا سره لوبو لپاره یاد هېواد ته رسېدلې

    د افغانستان کرېکټ الف لوبډله د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو ۵ یو ورځنیو سیالیو په موخه تېره ورځ د دغه هېواد همبنټوټا ښار ته ورسېده.  کرکټ بورډ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې افغان الف لوبډله به د روانې اپرېل میاشتې...

پاکستان تر زرو ډېر افغان کډوال په زوره را شړلي

پاکستان تېره ورځ یو وار بیا تر زرو ډېر افغانان له خپل هېواد څخه په جبري ډول را اېستلي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرخپله ایکس پاڼه لیکلي چې د غوايي په لسمه پاکستان ۱۰۰۱ تنه افغانان، چې په دغه هېواد کې اوسېدل، په جبري ډول را ایستلي د...

د بهرنیو چارو سرپرست: له نړۍ سره مو اړیکې په پراخېدو دي

  د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي وايي، له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي. نوموړي کابل ته د مالیزیا هېواد د بېلابېلو وزراتونو د استازو له راغلي پ...

یودیچه: د ښځو غږ باید د هر ډول خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې رافایلا یودیچه وايي، بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی او د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر ډول خبرو او رغنده تعامل برخه وي. هغې د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې د ا...

مالیزیا کې د پوځي هلیکوپټرو د ټکر پېښه کې لس کسان وژل شوي

مالیزیا کې د پوځي هلیکوپټرو د ټکر له کبله لس کسان وژل شوي دي. د یاد هېواد د اور وژنې ادارې ویلي چې دې الوتکو د روزنیزو تمریناتو پر مهال ټکړی او مړه شوي کسان یې د عملې غړي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، یادو الوتکو راتلونکې میاشت د سمندري ځواکونو م...

چین: د واخان له لارې له افغان حکومت سره همکاري ته دوام ورکوو

چین وايي، هڅه کوي چې د واخان له لارې له افغان حکومت سره نږدې همکاري ته دوام ورکړي. کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې د واخان لارې په اړه، د دوه اړخیزې همکارۍ پر څرنګوالي او امکاناتو...