خبرونه

نږدې ورځو کې؛ د ترکیش هوايي شرکت اړوند الوتکې کابل ته الوتنې پیلوي

نږدې ورځو کې؛ د ترکیش هوايي شرکت اړوند الوتکې کابل ته الوتنې پیلوي په پام کې ده چې په نږدې ورځو کې د ترکیش هوايي شرکت اړوند الوتکو پروازونه کابل ته پیل شي. په کابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، هڅه ب...

امریکایي سناتور: امریکا باید افغانستان له پامه ونه غورځوي

د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې مشر مايکل مک‌کال وایي، افغانستان لاهم د امریکا لپاره مهم دی او باید له پامه یې ونه غورځوي. مک‌کال له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا نه غواړي افغانستان بيا د القاعده او داعش پ...

د مطبوعاتو د آزادي نړیواله ورځ؛ پاکستانی خبریال په یوه چاودنه کې ووژل شو

په بلوچستان کې د خضدار په نوم د پرېس کلب مشر محمد صدیق منګل په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. پاکستاني پولیسو ویلي، چې چاودنه د خضدار ښار په چمروک چوک کې شوې، چې په پایله کې یې د یاد خبریال  په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. پاکستاني رسنی...

سیاسي مرستیال: اوس د هېواد هېڅ وګړی د پردیتوب احساس نه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، په اوسني نظام کې هېڅ وګړی د پردیتوب احساس نه‌کوي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ کابل کې د ریاض العلوم جامعې د ښوونیزې دورې په پرانېست غونډه کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله.  مولوي عبد...

بلوچستان کې دوه پر له پسې چاودنو یو مهم پاکستانی افسر وژل شوی او شل نور ټپیان دي

د بلوچستان په دوکي ولسوالۍ کې د دوو پر له پسې چاودنو له امله یو پاکستانی افسر وژل شوی او شل نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې لومړۍ چاودنه د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې کارکوونکو پر موټر د سړک غاړې د ماین شوې ده.    د راپورونو له م...

بلنکین: پر رفح ښار د عملیاتو ملاتړ نه کوو

امریکا وايي، هیڅ وخت به پر رفح ښار د اسرائیلو د برید ملاتړ ونه کړي.د یاد هېواد دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین په بیت المقدس کې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې ویلي چې امریکا تر اوسه پر رفح ښار داسې پوځي عملیات نه دي لیدلي چې...

اقتصادي مرستیال: هېواد کې د کرنې د مدرنیزه کولو هڅې کوو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وایي، په هېودا کې د کرنې د مدرنیزه کولو لپاره هڅې روانې دي، چې په دې سره به د هېواد اقتصادي ودې ته لا ډېره زمینه برابره شي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کرنیزو محصولاتو دېرشم پسرلني نندارتون کې د...

د-ا-ع-ش په هرات کې د وروستي برید مسوولیت ومانه

داعش ډلې په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د وړمې شپې د برید مسوولیت منلی دی.   یادې ډلې تېره شپه پر خپل ټلګرام خبر ورکړی، چې دا برید د دوی وسله‌والو کړی دی. د تېرې دوشنبې په شپه د هرات ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمې پر یوه جومات وسله وا...

یوناما هرات کې پر لمونځ کوونکو د تېرې شپې برید وغانده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د هرات په یوه جومات کې پر شیعه ګانو برید، چې شپږ تنه پکې ووژل شول، غندلی دی.   یوناما په یو اعلامیه کې د پېښې د عاملانو د پېژندنې لپاره د سمدستي تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.   د...

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۱،۱ میلیارد ډالر پور ورکوي

د پیسو نړیوال صندوق وايي،  پاکستان ته ۱،۱ میلیارد ډالر پور ورکړي.  یاد صندوق د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا پور به په سمدستي ډول پاکستان ته ورکړل شي. پاکستان تر دې وړاندې د درې میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو نړیوال بانک ویلي، چ...