خبرونه

مولوي عبدالحمید: د نورو مذاهبو او قومونو وګړي له سیاسي حقونو بې برخې دي

د ایران اهل السنت مشهور امام د مسعود پزشکیان د وزیرانو په وړاندیز شوي لېست کې د بېلابېلو قومونو او مذاهبو د غړو له نه شتون ناخوښي ښودلې ده. مولوي عبدالحمید زیاته کړې چې د نورو مذاهبو او قومونو وګړي د بهرنیو هېوادونو له لوري په لوړه درجه منصبونو ټاکل...

د  ملګرو ملتونو ځانګړې راپورورکوونکې اسرائیل د فلسطینیانو پر نسل وژنې تورن کړي

فرانچسکا البانېز پر خپله ایکس پاڼه لېکلي چې اسرائیل پر دیني مدرسو، مکتبونو او روغتونونو پرلپسې بریدونه کوي.  د اسرائیلو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورورکوونکي زیاته کړې چې، دا د فلسطینیانو ښکاره نسل وژنه ده. البانېز د یاد سازمان له غړو هېوا...

الجزاېرۍ ایمان خلیف د پاریس-اولمپیک اتله شوه

  ایمان خلیف د پاریس-اولمپیک د جنجالي سفر په پای کې د خپل چیني سیال په ماتې سره ددغه اولمپیک د سرو زرو مډال خپل کړ. دوه اونۍ وړاندې پر هغې د جنسیتي مسايلو په اړه نېوکې شوې وې. نوموړې د خپلې بریا څخه وروسته ويلي چې، په پاریس-اولمپیک کې یې د ګډ...

بلینکن: شواهد ښیي چې د ونزویلا ټاکنې اوروتیا ګټلي

د امریکا د بهرنیو چارو  وزیر انتوني بلنکن پرون  پنجشنبه ویلي چې داسې شواهد شته چې ښیي د ونزویلا په ټاکنو کې اډمونډو ګونزالس اوروتیا ګټونکی دی. نوموړي زیاته کړې چې، ددې هېواد د ټاکنو شورا لخوا اعلان شوې نتیجه د مادورو د دولت  لخوا بې ا...

ټرمپ: هاریس تورپوستې نه بلکې یوه هندۍ ده

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې د نوموړي د سیالې، کاملا هارېس نژاد او رنګ تر سوال لاندې راوست او په وینا یې هارېس ددې لپاره چې د تورپوستو امریکایانو رایې خپلې کړي، ځان یې تورپوستې معرفي کړی دی. د ټرمپ دې څرګندونو ته سپینې م...

هارېس: اسرائیل حق لري له خپل ځان دفاع وکړي

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې، کاملا هارېس پر بېروت د اسرائیلو برید ته غبرګون کې ویلي چې، اسرائیل حق لري تر څو د حزب الله "تروریستي" سازمان پر وړاندې له ځان دفاع وکړي. نوموړې زیاتوي چې روانو جګړو کې دې له ډيپلوماټیک حل لاري څخه کار واخېستل شي....

اسرائیل: ترکیه دې له ناټو څخه ووېستل شي

د اسرائیلو او ترکیې تر منځ د ګواښوونکو څرګندونو په دوام تازه د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز ویلي چې ترکیه دې د ناټو له غړیو ووېستل شي.   نوموړي په همدې اړه یوه ډله ډېپلوماټانو ته دنده سپارلې تر څو د ناټو د غړیو هېوادونو استازو سره...

په پاکستان کې خلک له لوړو بیو او لوړې مالیې شکایت کوي

د پاکستان په راولپنډۍ کې د جماعت اسلام ګوند پلویانو یاد هېواد کې له لوړو قېمتونو، لوړې مالیې او د برېښنا له ګرانۍ شکایت کوي او له تېرو ۷ ورځو په پرلت راوتلي دي.    ددې ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان وایي چې، لا یې هم دولت غوښتنې نه دي منلې او...

سرپرست حکومت: په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې مو ځینې قونسلګري خبره نه مني

سرپرست حکومت ویلي، چې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې ځینې قونسلګري د دوی له بیا بیا غوښتنو سره سره د دوی خبره نه مني او ډېر کړنې په خپل سر ترسره کوي. د اوسني حکومت بهرنیو چارو وزارت په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، بول...

جاپان د اوسني حکومت پلاوي ته د ورتګ بلنه ورکړې

د جاپان  ساسکوا بنسټ مشر د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د اوسني حکومت پلاوي ته بلنه ورکړې، چې جاپان ته ورشي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پرخپلې ایکس پاڼې لېکلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د نړۍ او سرپرست حکو...