خبرونه

لاوروف: منځني ختیځ کې لوی جنګ پېښېدونکی دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په منځني ختيځ کې د یو لوی جنګ خبرداری ورکړی دی.  د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ سرګي لاوروف ویلي‏ چې د غزې په جګړه کې د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل او د وګړو ډله ايزه وژنه به د لبنان له سرحد نېولې بیا تر سره سمندره...

عزیزي: منار جام روغ دی، د انحراف اوازې یې سمې نه دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت تخنیکي ټيم په غور ولایت کې د منار تاريخي جام د انحراف اوازې رد کړې.   د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ تخنیکي ټیم غور ته په سفر کې...

امریکا تر ۲۰۲۶ کاله له عراق ووځي

د عراق د دفاع وزیر ویلي، چې امریکایي ځواکونه به تر ۲۰۲۶م کال پورې له عراق ووځي.  ثابت عباسي له العربیه سره په مرکه کې ویلي، چې د عراق نظامي کمېټې او د دا.ع.ش ضد نړیوال ایتلاف ځواکونه په دوه کلونو کې د ایتلاف ځواکونو پر وتو یوې پایلې ته رسېدلي د...

نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مه غونډه جوړېږي

د سوېس جینیوا ښار نن دوشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۷مې غونډې کوربه دی. ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه هم بحث وشي.   په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوون...

د قوشتېپې-درزاب کې د سړک جوړولو چارې

د جوزجان ولایت اړوند د قوشتېپې - درزاب سړک د جوړولو چارې د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت پیل شوې.   د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه سړک به په درې لاټونو کې جوړ شي. حق‌شناس زیاتوي، دغه س...

عبدالکبیر: ښې اړيکي غواړو، خو زور نه منو

د رئیس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، سرپرست حکومت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.   مولوي عبدالکبیر تېره ورځ کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، که نړۍ بیا افغانستان ته د اشغال لپاره راشي، اف...

فرانسې پر ایران د یهودیانو د ترور تور لګولی

پاریس ایران په فرانسه او المان کې د یهودیانو د ترور پر پلان جوړونې تورن کړی دی.د راپورونو له مخې؛ ۳۴ کلن عبدالکریم او ۳۳ کلنه سابرینا هغه دوه ایراني وګړي دي چې د تروریستي ډلو جوړولو په تور د لنډې مودې لپاره په پاريس کې نېول شوي دي.ورته مهال د فرانسې...

درې اسرائیلي وژل شوي

د اسرائیلو لومړي وزیر د اردن او کرانه باختري په سرحد کې د دریو اسرائیلي وګړود وژل کېدو پړه پر ایران وراچولې. بنیامین نتانیاهو دغه ورځ یوه سخته ورځ بللې او زیاته کړې یې ده، چې اسرائیل د ایران په مشرۍ له یوې وژونکې ايډیالوژۍ سره مخامخ دي. نوموړي همدا...

سرپرست حکومت: د نشه یي توکو تولید صفر ته ټيټ شوی

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د حضور پر مهال د نړۍ ۹۰ سلنه نشه یي توکي په هېواد کې تولیدېدل؛ خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یې کښت، تولید او قاچاق صفر ته رسېدلی دی. د ارګ له لوري په خپره شوې خ...

ځاځي میدان کې نښته؛ د خوست مرستیال والي: تېري کوونکو ته اجازه مه ورکوئ

د خوست مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت د ځاځي ميدان ولسوالۍ سرحدي سيمو ته سفر کړى او له امنيتي ځواکونو او د يادو سيمو له اوسېدونکو سره يې له پاکستان سره پر پوله د سرحدي وضعيت په اړه خبرې کړې دي. د خوست ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خب...