د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسېف خبر ورکړی، چې په افغانستان کې ۳۸ زره نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه بې برخي شوې دي. دا خبر یونیسیف پرون پر افغانستان د سرپرست حکومت د درې کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په مناسبت په یو...
د بهرنیو چارو وزارت مسؤلینو په ازبکستان کې د سرپرست حکومت د نوي سفیر د ګومارلو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد سفارت لپاره یې شېخ عبدالفغار بحر د دوی د سفیر په توګه ټاکلی دی. پ...
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سوېلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماته ورکړه. دا لوبه د افغانستان او سوېلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو ۵۰ اوریزو لوبو لومړۍ لوبه وه، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره وتوانېد یاد هېواد ت...
بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د عمان په پلازمينه مسقط کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه د دوی د ډیپلوماټانو لخوا پیل شوي دي. د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل نن پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې په دغه سفارت کې د دوی د ډيپلوماټانو فعالیت...
ګراهام لېنزي پر جوبايډن او کاملا هرېس نېوکې سره ویلي، که دوی واک کې پاتې شي د ۱۱م اکټوبر به بیا تکرار شي. دغه جمهوري غوښتونکي سناتور ویلي چې له افغانستان څخه د امریکا په وتلو سره یو ځل بیا ټول تروریستان فعال شوي دي. نوموړی ادعا کړې، چې د امریکا سرح...
ټاکل شوې، چې بل سبا (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د وروستي وضعیت په موخه دوه ورځينۍ غونډه وشي. امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پدې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشره روزا اوتونبایوا،&nbs...
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له سفير سره په روغتیایي برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوامداره همکارۍ خبرې کړې دي. مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د جاپان همکاري اړینه بللې او پر دوامداره همکارۍ یې ټېنګار کړی د...
د میدان وردګ د ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. یاد ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ترافیکي پېښه د یوه ټېلر او فلډر موټر د ټکر په نتیجه کې...
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په یاد ولایت کې د چرګانو په فارمونو کې اته زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کسان په کندهار ښار، ارغنداب، ډنډ، ژیړۍ، میوند، پنجوايي، دامان...
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګري وايي، د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۱ تنو زده کوونکو په ګډون ۴۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. یادې کونسلګرۍ تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کسان په یاد هېواد کې د قانوني اسنادو...