خبرونه

غزه کې د اسرائیلو د بریدونو دوام

فلسطیني چارواکي وایي، چې په غزه کې پر یوه ښوونځي او جومات د اسرائیلو په هوایي برید کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي دي. رویټرز د اسرائیل پوځ په حواله راپور ورکړی، چې د غزې د مرکز اړوند دیرالبلاح سیمه کې یې په ابن رشد ښوونځي او شهدای مسجد کې د ح...

د افغانستان کرکټ الف لوبډله عمان ته ولاړه

د افغانستان کرکټ الف لوبډله په یو لړ سیالیو کې د ګډون په هدف عمان ته روانه شوه.  افغان لوبډله به د دروېش رسولي پر مشرۍ لومړی له کوربه هېواد سره دوه تمریناتي لوبې وکړي او بیا به له عمان او هانګ کانګ سره په درې اړخیزو سیالیو کې برخه واخلي. دغه ر...

پر حیفا د حزب الله ډلې برید کې شاوخوا پنځه اسرائیل ټپیان شوي

پر حیفا د لبنان د حزبالله ډلې برید کې  شاوخوا پنځه اسرائیلي وګړي زخميان شوي دي. د سي اېن اېن د راپور له مخې د حیفا د رامبام روغتون مسؤلینو ویلي چې پر حیفا پرون ناوخته د حزب الله ډلې په راکټي بریدونو کې څلور نفرو ته رسیدلی زیان د اندېښنې وړ نه ؤ...

کندهار کې خاوند خپله مېرمن وژلې

د کندهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د ارغنداب ولسوالۍ په ګل قلعچه کې یو کس خپله مېرمن وژلې او اوخښی یې ژوبل کړی دی. د یادې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول مولوي اسدالله جمشید وايي، یاد کس خپله مېرمن د خپل خسر په کور کې په ډزو سره وېشتلې او خ...

ګالانت: که اسرائیلو ته زیان رسول غواړئ، غزه او لبنان وګورئ

د اسرائیلو دفاع وزیر ویلي، چې ایران د دوی هوایي وړتیاوو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسولی.  یوواو ګالانت په نواتیم  هوایي ډګر کې په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې که څوک فکر کوي چې اسرائیلو ته به زیان ورسوي او مخه یې ونېسي، نو لبنان او غزه دې وګوري....

اروزګان کې وسله والو ۲ کسان وېشتلي

 د اروزګان د امنیې قومندانۍ مسؤلینو ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسله والو کسانو لخوا دوه تنه په ډزو وېشتل شوي، چې یو یې وژل شوی او یو بل ژوبل دی.    د یادې قومندانۍ ویاند بلال اروزګاني په یوه کلیپ کې ویلي، چې دا پېښه تې...

کونړ کې د سېلابونو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې تېره ورځ په کونړ ولایت کې د سېلابونو له امله یو کس وژل شوی او نهه تنه نور ژوبل شوي دي. دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا سېلابونه د یاد ولایت د نرنګ ولسوالۍ په لمتک، کوډو او شالو سیمو کې د زیاتو بارانونو له...

ټرمپ: پخوا نړۍ امریکا ته احترام درلود؛ خو اوس ورپورې خاندي

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي چې یو وخت به نړۍ امریکا ته احترام کاوه، خو اوس ورپورې خاندي.  نوموړي د خپل ټاکنيز کمپاین یوې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې چې امریکا پرانیستي سرحدونه نه غواړي، امریکایان یو داسې حکومت غواړي چې...

فاریاب کې ترافېکي پېښو ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او ۲۷ تنه نور ژوبل شوي دي.  د یاد ریاست سرپرست شمس الدین محمدي سمسور نیوز ته وویل، چې دا ترافېکي پېښي تېره ورځ په قیصار او المار ولسوال...

یوه هندي شرکت د هېواد په کانونو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

د انفرا سټرکچر پراجکټس په نوم یوه هندي شرکت د افغانستان د اوسپنې، قیمتي ډبرو، نفت او ګازو کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.       د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یاد شرکت رئیس س...