د میانمار په مانډالا ښار کې د چین له سفارت سره چاودنه شوې ده. د فرانسوي رسنیو د راپور له مخې چاودنه د سفارت په ودانۍ کې شوې، خو چاته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی. بلخوا یو شمېر رسنیو دغه برید د نارنجک د توغولو له امله بللی دی. دا په داسې...
د اروپایې ټولنې غړو هېوادونو د هغو مهاجرینو د اېستلو د بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې چې د کډوالۍ غوښتنه یې رد شوې وي. د الماني رسنیو له قوله چې د المان صدراعظم اولاف شولټز د سرحداتو پر کنټرول او د غيرقانوني کډوالو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. دد...
د هرات د کهسان ولسوالۍ څخه ایران ته د ۵۵۰ سره پسونو د قاچاق مخه نيول شوې ده. د هرات ۲۰۷ فاروق قولي اردو پر خپله ایکس پاڼه لېکلي چې پرون یې د اسلام قلعه په سرحدي نقطه کې د کشفي اورګانونو په مرسته ایران ته د ۵۵۰ سره پسونو د قاچاق مخه نېولې ده....
د حماس غورځنګ مشر ددې غورځنګ د سیاسي مشر یحیی سنوار مړینه تائید کړې ده. خلیل حیا پخپلو څرګندونو کې سنوار یو قوي قومندان بللی او د نوموړي په مړېنې یې سخته خواشېني ښودلې ده. نوموړي پخپلو خبرو کې سنوار د اقصی د جنګ قومندان بللی او زیاته کړې یې ده چې ت...
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي د قزاقستان الماتا ښار ته په افغان-قزاق نندارتون کې د ګډون په پار سفر کړی دی. دغه پلاوی چې حکومتي چارواکي او د خصوصي سکټور استازي پکې شامل دي، په نندارتون کې د ګډون تر څنګ به د سوداګریز...
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالله مرادي تائید کړې، چې ددې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د وسلوالو غلو لخوا ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه وسلوالو غله چې په موټر کې سپاره ول، پرون شپه یې د یاد ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د دوه نظامیان په ګډو...
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګري وايي، د پاکستان له زندانونو څخه ۱۵ تنه افغان بندیان آزاد او خپل هېواد ته ستانه شوي دي. یادې کونسلګرۍ پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې دا کسان د اوسېدو اسنادو نه درلودلو له امله نېول شوي وو او د د...
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران او اسرائیلو تر منځ د جګړې د پېښېدو له زیات امکان خبر ورکړی دی. هاکان فيدان له ګلوبل ټلويزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د ایران او اسرائیلو تر منځ د جګړې د پېښېدو امکان ډېر زیات دی او په وینا یې سیمه او ترک...
د امریکا ولسمشر ویلي چې اوس ددې وخت را رسیدلی چې په غزه کې د اسرائیل او حماس غورځنګ تر منځ اوربند وشي. جوبایډن برلین ته د خپل سفر په ترڅ کې د یحیی سنوار مرګ ته په اېشارې سره خبریالانو ته ویلي، چې اوس یې وخت دی چې اوربند ترسره شي او په خبره یې...
سرپرست حکومت هېواد ته له بهرنیو هېوادونو څخه د چرګو د غوښې واردول بند کړل. د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې هېواد ته یې له بهرنیو هېوادونو د چرګو د غوښې وارادات په بشپړه توګه بند کړي دي. د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي...