خبرونه

تېره میاشت څه باندې زرو کسانو افغانستان ته سفر کړی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په مرغومې میاشت کې د ۴۳ مېرمنو په ګډون، ۱زرو ۳۱۶ بهرنیو اتباعو افغانستان ته سفر کړی دی. د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې ۱زرو ۲۹۶ تنه د ځمکې او ۲۰ نور د هوا له لارې افغا...

راحیله او کورنۍ یې له زندانه خوشې شول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ چارواکو خبر ورکړی، چې د راحیلې په نوم یوه افغانه مېرمن، د هغې یو ماشوم او د هغې مېړه یې له بند څخه آزاد کړي دي. په یاده کونسلګري کې افغان کونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډيو کې ویلي، چې هغوی یې تېر...

تېر کال په افغانستان کې د کولرا له کبله ۸۸ کسان مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، تېر ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د کولرا له کبله ۸۸ کسان مړه شوي دي.   دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، د تېر کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ډسمبر تر پایه په افغانستان کې ۱۷۵زره ۲۶۲ کسان په کولرا اخته شوي دي. سرچ...

کندهار کې په ۳ میلیونه ډالره یوه کارخونه فعاله شوې

د کندهار د صنایعو او معدنونو خونه وايي، په کندهار ولایت کې یو پانګه وال د چرګانو د دانې د تولید او پنبې د پروسس یوه کارخونه جوړه او په فعالیت یې پیل کړی دی. د یادې کارخونې مسئولینو ویلي، چې پر دغه کارخونه یې درې میلیونه ډالره پانګونه کړې او د کندهار...

له پاکستاني زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان خوشې شوي

د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي. دغه دفتر نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغو کسانو له جملې زیاترو یې په یاد هېواد کې د اوسېدو اسناد هم لرل؛ خو د هغه سره- سره...

د ادبي غلا د مخنیوي سافټوېرونه پېرودل شوي

د لوړو زده کړو وزارت د لومړي ځل لپاره د ټورنیټين او ګرامرلي په نومونو داسې سافټوېرونه پېرودلي، چې د لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو په څېړنو کې به د ادبي غلا مخه نیسي.  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تر دې وروسته به د هر لسانس، ماسټر او...

فاریاب کې یخ ۲ کسان وژلي

د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولینو ویلي، چې د یاد ولایت په تربند ترکستان سیمه کې د یخ له امله دوه کسان وژل شوي دي.  د یادې قومندانۍ ویاند مهدي عدالت سمسور نیوز ته ویلي، یاد کسان کوهستان ولسوالۍ ته د کار تللو پر مهال وژل شوي، چې له ډلي یې...

سالنګ د ترافیکو پر مخ پرانېستل شو

د ټولګټو چارو وزارت له سالنګ لويې لارې څخه تر واورې لېري کولو وروسته د یادې لويې لارې د پرانېستل کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاده لویه لاره د دواړو لوریو څخه له نن سهار څخه د هر ډول موټرانو د تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوې ده...

سره میاشت د ۱۸ زړه سوري کوچنیانو درملنه کوي

افغاني سرې میاشت ټولنې خبر ورکړی، چې ۱۸ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي دي. یادي ټولنې پر خپله ویب پاڼه لیکلي، چې د دغو ماشومانو درملنه به په کابل کې په څلورو روغتونونو کې وشي او ټول لګښت به یې د دوی لخ...

کندهار کې ۱ ځوان ځان وژنه کړې

د راپورونو له مخي، د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په روح آباد کلي کې تېره ورځ سهار وختي یوه ځوان ځان وژنه کړې ده.   د هغه د کورنۍ یو شمېر دوستانو سمسور نیوز ته ویلي، چې دغه ۲۲ کلن ځوان پخپله خونه کې ځان زندۍ کړی او وژلی دی.  تر اوسه مع...