خبرونه

پوتين لويديځو هېوادونو ته: اوکراین سره سوله کوم، خو تاسو به هم خط راکوئ چې ناټو نه پراخيږي

رويټرز د خپلو سرچينو له قوله ويلي، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اوکراین سره د سولې لپاره لويديځ ته ځيني شرطونه ایښي چې پکې د ناټو نه پراخېدل، د بنديزونو کمول او اوکراین کې د روسانو د ساتنې او حقونو ورکړه شامله ده. راپورنه کاږي، پوتین نه غواړي چې...

افغان او جرمني چارواکي پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي

په دوحه کې د سرپرست حکومت سفیر سهیل شاهین، افغانستان لپاره د جرمني سفارت له شارژدافیر رولف ډیټر راینهارډ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي. په دوحه کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ويلي، چې په دې کتنه...

قزاق او م،م چارواکي: له افغانستان سره د ثبات په پیاوړتیا کې همکاري کوو

د قزاقستان او د ملګرو ملتونو چارواکو په افغانستان کې د ثبات او دوامداره پرمختګ د پیاوړتیا په برخه کې پر همکاریو ټینګار کړی دی.  د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، چې د دې وزارت لومړي مرستیال اکان رحمتولین، په افغانستان کې د...

په لغمان کې د تندر لوېدو له کبله یو تن مړ شوی

په لغمان ولایت کې د تندر غورځېدو له کبله یو ۱۷ کلن ځوان مړ شوی او دوه نور ټپیان دي. د لغمان امنیې قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا پېښه تېر ماښام (سې‌شنبه، د غبرګولي ۶مه) د مهترلام ښار د دویمې امنیتي حوزې په زیارت سیمه کې رامنځته شوې ده...

د پاکستان پوځ: اټومي وړتيا مو يواځې دفاعي بڼه لري او د سولې تضمينونکې ده

د پاکستان پوځ نن په يوه اعلاميه کې ويلي، نن هغه (يوم تکبیر) ورځ ده چې دغه هېواد په ۱۹۹۸ زيږديز کال کې د يو اټومي هېواد په توګه راڅرګند شو. اعلاميه کې راغلي، پاکستان وروسته له هغې چې اټومي هېواد شو، جنوبي اسيا کې يې د خپل توازن سیاست ثابت کړ. ياد پو...

د روغتيا نړيواله ټولنه: تېرو دريو ورځو کې ۲۰۲ بشري روغتيايي مرکزونه تړل شوي

روغیتا نړيوالې ټولنې په يوه راپور کې ويلي، د روانې مياشتې له ۲۵مې نېټې را پدېخوا د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۲۰۲ بشري روغتيايي مرکزونه تړل شوي چې ورسره جوخت ۱.۸ ميليونه خلک له روغتايي خدمتونو بې برخې شوي دي. دغه ټولنې دغه راز اندېښنه ښودلې چې د دوی په...

اماراتو په دوبۍ کې د سرپرست حکومت د سرقونسل باورلیک ومانه

متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د سرپرست حکومت د سرقونسل عبدالرحمان فدا باورلیک په رسمي توګه ومانه.  د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه وزارت د دفتر رئیس شېخ مکتوم بن بطي آل مکتوم د یوې رسمي ناستې پر مهال د سرقونسل باور...

ملا برادر: هڅه کوو چې افغانستان په یوه صنعتي هېواد بدل کړو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، سرپرست حکومت هڅه کوي چې افغانستان په یوه صنعتي هېواد بدل کړي.  برادر په کابل کې د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړیوال نندارتون په پرانېستغونډه کې صنعت د هر هېواد د پرمختګ وسیله بللې او ز...

يوناما: ۴۸ سلنه افغان وګړي له فقر سره مخ دي

د افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي چې د افغانستان د نفوس ۴۸ سلنه وګړي له فقر سره مخ دي. يادې ادارې خپل تازه راپور کې ويلي، ۲۲.۹ ميليونه افغان وګړي روان کال مرستو ته اړتيا لري. سرچينې دغه راز ويلي دي چې ۱۴.۸ ميليونه وګړي د فقر تر کرښې لاندې...

د سرپرست حکومت پلاوی د مسکو په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي

د سرپرست حکومت یو لوړپوړی پلاوی د مسکو په دیارلسمه نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي.  ټاکل شوې، چې دا غونډه د مې له ۲۷مې تر ۲۹مې پورې د روسیې په ملي مرکز کې جوړه شي.  ټاس خبري آژانس د روسیې امنیت شورا په حواله راپور ورکړی، چې دا غونډه به...