خبرونه

روسیې افغانستان ته د سفیر منلو رسمي یادښت وسپاره

د بهرنیو چارو وزارت وايي، روسیې د مسکو لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سرپرست حکومت ته سپارلی دی. د دغه وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۱مه) په کابل کې د روسی...

د اوکراين او روسيې د جګړو دوام؛ اوکراين د روسيې اټومي بم وړونکې الوتکې په نښه کړي

 د راپورنو له مخې، اوکراين د روسيې اوږد واټن ويشتونکي اټومي بم لېږدوونکي الوتکې په نښه کړي دي. رويټرز ليکلي، دغه بريد د جګړي له اصلي کرښو نږدې ۴ زره او ۳۰۰ کيلو متره لرې سايبريا کې شوی دی. اوکراين دغه بريد کې د روسيې په بيلايا هوايي اډه کې "Tu...

ملګري ملتونه: ۹۷ سلنه افغانان د برېښنا له کمښت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) وایي، په افغانستان کې۹۷ سلنه افغانان د برېښنا له کمښت سره مخ دي.  دغه پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید انرژۍ ته د یو څه لاسرسي هیله‌مندي پیاوړې کوي. د ملګرو م...

تېرو نږدې څلورو کلونو کې له ۵ میلیونه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې، ۵ میلیونه ۹۷ زره ۳۷۳ افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ۲...

د اټومۍ انرژۍ نړيوال اژانس: ايران مونږ سره له همغږي پرته درې سيمو کې هستوي فعاليتونه کړي

د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي انرژي او يورانمو غني کولو پر سر د ناندريو پر دوام تازه د اټومي انرژي نړيوال اژانس په يوه راپور کې ويلي دي چې ايران پرته له دې چې دوی سره همغږي ولري، د خپل هېواد درېيو سيمو کې هستوي فعاليتونه کړي دي. رويټرز ويلي، د اير...

جوزجان کې د ګازو درېیو څاګانو د کېندلو تړون لاسلیک شو

د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د ګازو درېیو ګازو څاګانو د کېندلو تړون د اته میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو. د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې د دغه تړون پر بنسټ ترکي شرکت "سفیر سونداج" به د یوه...

خوست کې د مخابراتي شبکو ۴۶ نوي سایټونه جوړېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وايي، په خوست ولایت کې د مخابراتي شبکو ۴۶ نوي سایټونه جوړېږي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې مولوي نجیب الله حیات حقاني خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې سایټونو د جوړولو م...

حماس د اوربند په طرحه کې د بدلونونو غوښتنه کړې، امریکا یې نه مني

حماس له اسرائیلو سره د اوربند لپاره د امریکا په طرحه کې د بدلونونو غوښتنه کړې؛ خو امریکا رد کړې او دا یې د نه منلو بللې دي.  حماس په یوه اعلامیه کې ويلي چې په دې طرحه کې باید دایمي اوربند او له غزې د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتل په پام کې ونیول شي...

پاکستان: له خپل هېواد د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا پسې چټکوو

پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير محسن نقوي له قوله ویلي دي‌ چې پاکستان کې به د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا پسې چټکه شي. نقوي د کډوالو د اېستلو ټينګار د پاکستان ترهګرۍ ضد په يوه امنيتي ناسته کې کړی دی. نوموړي دغه راز د يا...

اندري کارتاپولوف: که اوکراين سوله ونه‌کړي لا ډېرې سيمې به وبايلي

د روسيې د پارلمان د دفاعي کمیټې مشر اندري کارتاپولوف ويلي، د اوکراين حالت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی او که سوله ونکړي، نو لا ډېرې سيمې به وبايلي. نوموړي دغه راز ويلي، اوکراين ډيپلوماتيکو لارو کې کړکېچ پيدا کوي او د «لټې نجلۍ» په څېر چلند ک...