خبرونه

امريکا د پاکستان بالسټيک توغنديو پر عرضه‌ کوونکو شرکتونو بنديز ولګاوه

امریکا په هغو څلورو شرکتونو بنديزونه ولګول، چې د پاکستان د بالسټیک راکټونو پروګرامونه یې اکمالول.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا بندیزونه د هغه اجرایوي حکم پر اساس لګول شوي، چې د ډله ییزو ویجاړونکو وسل...

ایران له افغانستان سره د نمیروز پر پوله ازغن سیم نصبوي

ایراني چارواکي وايي، دغه هېواد له افغانستان سره د نمیروز ولایت پر پوله ازغن دېوال جوړوي.      د ایران یوه پوځي چارواکي عبدالرحمان ساسانیان تېره ورځ ویلي، ایراني انجینیرانو له افغانستان سره د سیستان او بلوجستان ولایت د پولې په اوږدو کې...

وروستیو ورښتونو نږدې ۱۶۰۰ کورنۍ اغېزمنې کړې؛ د نوې څپې خبرداری هم ورکړل شوی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۵۸۰ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.   اوچا په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دغو ورښتونو ۳۶ تنه مړه او ۴۷ تنه نور ټپیان کړي دي.  په راپ...

د کندهار د جهادي مدرسې استاد په کوېټه کې ووژل شو

راپورونه وايي، چې د اسلامي امارت د کره کتنې ادارې غړی او د کندهار د جهادي مدرسې استاد شیخ محمد عمر جان اخندزاده په کوېټه کې وژل شوی دی. اسلامي امارت هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې په دې پېښې خواشیني ښوودلې او د ده مړینه یې یوه لویه ضایع بللې. که څه...

کرکټ؛ د افغانستان د لومړۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې یوه‌نیمه لسیزه پوره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغان کرکټ ملي لوبغاړو د لومړنۍ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ۱۵ کاله پوره شول. افغان کرکټ ملي لوبډلې ۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ، (د ۲۰۰۹کال د اپرېل په ۱۹مه نېټه) خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.  افغان لوبډلې...

کراچۍ کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی

د پاکستان د کراچۍ ښار په مانسهره لینډي سیمه کې د جاپاني وګړو پر موټر برید شوی دی.   د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په برید کې یو پاکستانی موټر چلوونکی او یو امنیتي ساتونکی ټپیان شوي دي.   د معلوماتو له مخې، برید دوو موټر سا...

د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، سختو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.  د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د حمل له ۳۱مې د ثور تر لومړۍ نېټې په بدخشان، تخار، بغلا...

له چینايي لوري سره؛ د کابل او بیجنګ ترمنځ پر اړیکو او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې

د سرپرست حکومت د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې میکانیزمونو په موخه د چین له چارواکو سره په بیجینګ کې د درییمه ناسته ترسره کړه.  د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی وایي، په دغه ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې د طبيعي پېښو او ا...

هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۷۰ کسان وژل شوي

د تېرو څلورو ورځو ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.  پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد عبدالله جان سایق ویلي، دغو سېلابونو د درېیو مسجدونو او ۴ ښوونځيو ترڅنګ ۲۶۲۷ کورنه هم...

امر بالمعروف وزیر: د ښځو حقونه تامین شوي، د نړیوالو اندېښنې بې ځایه دي

د امر بالمعروف سرپرست وزیر د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالو اندېښنې بې ځایه بللي دي.   خالد حنفي تېره ورځ له بهر مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې ویلي، چې اوسمهال د ښځو ټول حقونه تامین شوي او هیچاته اجازه نه ورکوي، چې تر پښو لاندې یې کړي. ...