ښاغلي امرالله صالح سره مې د نظر او فکر اختلاف درلود او لا یې هم لرم، خو دا د افغانیت او نارینتوب اصل نه دی چې پر هغه دې د مرمیو باران وي او زه دې خوښي څرګنده کړم ، موږ به اختلافات هم کوو ، خو د یو بل پر درد به هم دردېږو ، موږ که اختلافات لرو ،...
زما صالح شخصا نه خوښېږي، زه یې هم نه خوښېږم او چې په دنده وم په عادي نقد یې زما د منفکۍ خواهش کړی و. خو په يوه کال کې په دې سړي دا دوهم بريد دی. خپه یې کړم. د افغانستان په سپي مو د طالب او پاکستان لخوا مرګ نه دی پېرزو. صالح اوس سياستوال دی او خبره...
سوله به څنګه راځي؟ دا پوښتنې همدومره چې مهمې دي، همدومره یې ځوابونه هم ګڼشمېره دي. که له دېرشو میلیونو وګړیو څخه وپوښتو، نو ښايي دېرش میلیونه ډوله ځوابونه به واورو. یوه ستونزه خو دا ده، چې پوښتنې مو هم سمې نه دي. لومړۍ پوښتنه باید داسې وکړو...
د افغانستان د کرکټ او کرکټ بورډ په اړه مې د «روڼتیا څار» تحقیقي راپور ولوست. د راپور لیکوال مشتقاق رحیم دی. د راپور ژبه دومره ساده ده چې په کرکټ پوه او ناپوه پرې په اسانه پوهېدای شي. د راپور لیکلو په میتود او نورو برخو په اړه مې خپل...
اوس چې په دوحه کې د طالبانو او حکومت تر منځ خبرو ته تیاری روان دی ، نو د جمهوریت تر چتر لاندې د ځانخوښو لومړۍ درجه واکمنو له له خوا ( اوربند) د اساسي شرط په توګه مطرح کېږي او دا خپله سره کرښه ګڼي ، خو دا نه وايي چې د اوربند په مقابل کې څه شی له لاسه...
پوهېږم له نيشت نه هست شوې. د ډي وي ايم ډاکټر وې. عام سټوډنټ. د يوه غريب سړي زوی. خو زړه دې په قام و دردېده. ويښ شوې. چيغې دې ووهلې. خبره کې دې درد و. تاثير يې وکړ. خلکو همدردي درسره پيل کړه. همدردي په مينه بدله شوه. مينې رهبر کړې. اوس خلک عشق در سره...
پښتون ژغورنې غورځنګ پر پښتونخوا د ترهګرۍ پرضد په ډاګه خبره کوي خو په دې کې شک نشته چې تر پښتون ژغورنې غورځنګ وړاندې هم پر پښتون وطن د روانو حالاتو په اړه په مکمله توګه خاموشي نه وه. ملتپالو ګوندونو ، ډلو او افرادو وخت پر وخت هم احتجاج کړی وو او...
زریزې او پېړۍ کېږي چې د پښتو ژبې پر وړاندې توطيې روانې دي . سوونه کلونه وړاندې کله چې سلطان بهلول لودي په هند کې واکمن شو، نو د جمعې لمانځه ته لاړ، ملا کادن تر لمانځه وړاندې په خپلو وعظیه خبرو کې وویل : (( نمی فهم قوم به قدرت رسیده است که از ذات دجال...
په تعلیمي بنسټونو(ښوونځیو او پوهنتونونو) کې د واسطو کول اوج ته رسېدلي. دغه ناوړه فرهنګ باید له منځه لاړ شي. که دې ناوړه دود ته د پای ټکی ور نه کړو، لرې نه ده چې هیواد مو په غېر حقیقي کادرونو رنګ او یوه پېړۍ مو نور وروسته بوځي. دا او ورته نور پیغامونه...
دا لینکه مې په ۲۰۰۶ ز کال کې له کندهاره د ګران محمد یار یار په زیار خپرېدونکي ښکلا مجلې ته کړې وه. که وخت مو لرلو، هیله ده چې د لوستلو تر څنګ پرې خپل تاثرات هم راته ولیکئ. درنښت ستاسو باز موږ څنگه يو بل پيدا کړل، څنگه مو بهير جوړ کړ او ل...