ادبي ليكنې

خاورو سره لوې ماشوم پیاوړی کوي!

ایا ستاسو ماشومان له خاورو سره لوبې خوښي؟ ایا تاسو اجازه ورکوئ چې ماشومانو مو خاورو، خټو او شګو سره لوبې وکړي؟ هر ماشوم په طبیعي ډول له خاورې او خټې سره مینه لري او زړه یې غواړي چې لوبې ورسره وکړي خو د کورنۍ مشران هېڅ کله نه غواړي چې ماشومان له خاور...

خپل ماشومان پېژنۍ؟

 کېدای شي راتلونکی نابغه، هغه چې بدلون راولي او تل پاتې نوم او نښان ګټي ستاسو ماشوم وي! د هوښیار ماشوم نښې کومې دي....؟  ځینې ماشومان له خپلو همزولو سره خورا توپیر لري، تر نورو ښه استعداد او ذکاوت لري خو دا ماشومان په څه ډول وپېزنو؟ د در...

کلي وطن کې تعلیم او تبلیغ

 څو ورځې پس له ډیلي نه کلي ته راغلو چې کلي ته راغلو خبر شوم زما زوی غني پیداشوی دی. زما د ټبر ورور نه و نو  دزوی په پیدا کېدو ډېره خوشحاله وه. د جمعې په ورځو کې به دحاجي صاحب په ځای کې ډېر خلک جمع کېدل ، د لمانځه د پاره به له لرې ځایونو نه...

ټكى او ليك نښې

 بى له توورونه ځينى ټكى او نښې شته چه د ليك په لوستلو كښې دخل لرى او يوه جمله يا كلمه له اشتباه او ابهام څخه ژغورى يعنى د دغو نښو او ټكو په ليكلو سړى پوهيږى چه په كوم ټكى بايد سړې ودريږى او كومه جمله يا كلمه په بلى پورى وتړى. د تعجب، ندا، پو...

هم خره بندي کړئ هم خرکاران

 ښه مې یاد دي چې ښایسته زمانه وړاندې هغه وخت چې زه تنکی زلمی وم، زموږ په کلي کې اوازه شو چې او کومت کې د ( شېر ) په نامه نوی حاکم مقرر شوی دی. چا چې ( شېر حاکم ) لیدلی و، زموږ د کلي ملک صیب او سپین ږیرو ته یې د هغه نښې نښانې ویلې لکه چې یوه...

پوهه او هوښياري

 زه چې وړوكى وم، اګر چې اوس هم لوى نه يم له هر چانه به مې اورېدل: فلانى بې عقله دى، په څه نه پوهېږي، د عقل په پوله هم نه دى تېر شوى او د دوه خرو اوربشې نشي بيلولى، مګر يو يو به چيرته داسې هم پيدا كېده، چې خلكو به ورته پوه او هوښيار ويلې. زه همد...

دپېرنګي اثرات

د پېرنګي د راتلونه وړاندې  د پښتنو د اتعلیم څه خاص انتظام نه و، هر چا به تعلیم نه کاوه. صرف د ملایانوزامنو به د لمانځه اوداسه، روژې سرسایې، حج او قربانۍ، زکات او صدقاتو او د دغه شان مسئلو تعلیم کولو دا هم د  امامتۍ له پاره لوستل به یې زده و...

د پښتنو خویونه او دودونه

سره د دې کله چې پیرنګی راغی زما یاد شي چې په پښتنو کې ‌ډېر ښه ښه خویونه او خصلتونو لا مو جوړ وو په دروغو به ځان ورته بد ښکارېده . ورورولي عزیزولي به یې ښه پالله . یو په بل اعتمادو . په یو بل به یې ننګ کولو، راشه درشه وه مینه محبت و، که د یو بل...

ښځه

 ليک: جبران خليل ژباړه: زينب سالک   يو ښکلى تصوير او تر ملايکو غوره څيره! د مينې بت و او د ښکلا حقيقت.د هغې په زړۀ کې د مينې او وفا نړۍ ودانه وه،هغه د کايناتو د شتون نښه او د زمانې د پايښت لامل و. هغه هر څه وه خو د هيڅ سياله نۀ وه،پر هغ...

ناممکن اظهار

 په کټ کې پروت یم. د سر څرمن مې داسې ده لکه په خټو چې لېب شوې او بیا وچه شوې وي. مخ مې داسې دی لکه د ایلفي سریښو پنځوس بوتله چې پرې تش شوي وي. خوله مې وچه، ستونی مې تریخ او شونډې مې سره نښتې دي. د کوپړۍ دننه مې عسکري مارش روان دی. ورمېږ او مټې...