رستم تر ماسپښینه په چوک کې ولاړ و خو څوک رانغلل چې کار ته یې بوځي. یو سوړ اسویلی يې وکېښ: آخ لورکۍ! نه...نه، یو څه باید وکړم... ټوله شپه دې ويښه تېره کړه. شاوخوا ته یې وکتل. لکه چې پر کوم ښه څيز يې سترګې لګېدلې وي، شونډې یې وېړې شوې. جی...
لمر پرېواته لوري ته یې چې د پلچرخي زندان برجونه ښکارېدل، وکتل. یو سوړ اسویلی يې وکېښ. خپل ټيکری يې زندان ته د تللې لارې د بازار یو سماوار ته نږدې وغوړاوه. د اوبو یو غټ بوتل او په یوه وړه کڅوړه کې راوړې شپږ اووه دانې شنه مرچ د ټیکري پر سر کېښود...
شپاړس کاله مخکې مې له پلار سره زړه بدي راغله ماسپخښين مهال و مونږ دواړو يو بل ته تېرې زياتې وکړې ، زه ځوان وم ګنی دا مسله دومره جدي نه وه چې خوا مې پرې بده شوې وای بس هسې احساسات مې په عقل غالبه وو نه مې غوښتل چې د پلار له ځوابه پاتې راشم ؛ پلار مې ه...
د واینو د نریو جګو ګیلاسونو له جنګولو سره د پيالو کړنګ او د نجلۍ د خندا شرنګ شو. سړي اخ کړل. نجلۍ شونډو ته پورته کړی ګیلاس ټنګ پر میز کیښود، سره شراب د پیالې یوې لپې، بلې لپې ته راغلل، ولاړل خو ونه څڅیدل. نجلۍ په چیچلو غاښونو وویل: -خیریت &...
حاکم ښایسته شېبه خپلې سترګې د تورګل په چاودلي، سپېره مېره مخ کې ټومبلې وې، په ځای تاو شو. څو قدمه شاته لاړ، چټک ګامونه یې را واخیستل. تور ګل یې په دواړو لاسونو له ګریوانه را ونیو. څو جټکې یې ورکړې ، په یوه سا ورته لګیاشو: ستاسې له سترګو حیا ال...
نن مې له سهاره طبعه ښه نه وه. د دفتري میز تر شا ناست وم، خو چندان مزه مې نه وه. موبایل مې وشرنګید. نهه بجې وې، پوه شوم چې میرمن مې ده. میرمن مې له کارونو خبره ده، سهار زنګ را وهي د تېرې شپې احوال مې اخلي، لږه اکاړه هم سره کوو، که کار زیات نه وي...
چې څنگه مې ور بېرته کړ او د خونې په دېواله مې سترگې ونښتې؛ خوله مې پرې خلاصه کړه: با با ! څه لټ د خداى يې؟ دومره خو ناتوانه هم نه يې. له سهاره په دې يوه دېواله نښتى يې. تر اوسه يې اخېړ تمام نه دى. د کوټې له دېواله دې د برلين دېوال جوړ کړى، بدب...
همدا چې ښځه تر خپل خاوند وروسته له کوره ووته، له وره سره ولاړ سرتیري سلامي ورته ووهله او بیا يې د موټر خوا ته منډه کړه چې د زرې لکسس موټر دروازه ورته خلاصه کړي. ښځې موټر ته په ختلو په دواړو لاسونو خپل څادر داسې پر مخ راکش کړ چې عینکې يې بې ځایه شوې....
دوه ځله یې شمېره ډایل کړه خو بیرته به یې اړیکه پرې کړه . نه ، دا دومره وړه خبره نه ده چې پر تیلفون دې وشي، کور ته چې لاړم ورته وبه یې وایم، اخر زیری زیری . ټول دوه ساعته پاتې. له څوکۍ را پورته شو . مخ یې سرخي ویشله . یوازی دی نه و چې خوله یې له خندا...
دواړه نپوهېدل چې خبرې څنگه او له کومه ځایه پیل کړي. چوپتیا يې ترمنځ اوږده شوه. نجلۍ خپل قیتک خلاص کړ، سر ته یې ټکان ورکړ. وېښتان یې پر مخ راخواره شول او د هغو له تار تاره یې سړي ته را وکتل. دې صحنې ته په کتلو هلک چې ماسک تړلی و او عینکې یې په سترگو...