عراقچي: مونږ هر چاته د مناسب ځواب په ورکولو پوهېږو

عراقچي: مونږ هر چاته د مناسب ځواب په ورکولو پوهېږو


  • 1 ورځ دمخه (22/04/2026)
  • سمسور نیوز
  • 164

عراقي: ايران پوهيږي چې د زور ځواب څه ډول وايي

 

د ايران د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي ويلي، ايران دا توانایي لري، چې د زور ځواب څه ډول ورکړي.

نوموړي پر اېکس ليکلي، د ايران پر بندرونو محاصره او د سوداګریزې بېړۍ نيول او عمله يې يرغمل کول د اوربند له اصولو سرغړونه ده.

عراقچي زياته کړې، ايران پوهيږي چې څنګه محدوديتونه بې اغېزې کړي او د زور ځواب وايي.

هغه يادې څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې ټرمپ ګواښ کړی ايران پرته له دې چې اسلام اباد ته د مذاکراتو لپاره پلوی واستوي، بله لار نلري؛ خو ايران ټينګار کوي چې ترڅو د دغه هېواد په بندرونو د امريکا محاصره نه وي ختمه شوي، مذاکرات نه کوي.

دا په داسې حال کې، ده چې ټاکل شوې وه، نن د ايران او امريکا ترمنځ دويم پړاو خبرې پيل شي.