ایران: غني شوي یوارنیم مونږ ته  د خپلې خاورې په څېر دي

ایران: غني شوي یوارنیم مونږ ته د خپلې خاورې په څېر دي


  • 5 ورځي دمخه (18/04/2026)
  • سمسور نیوز
  • 156

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي امریکا ته د دغه هېواد د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ډانلډ ټرمپ ادعا رد کړه او زیاته یې کړه چې ایران ته غني شوي یورانیم د خپلې خاورې په څېر "سپېڅلي" دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، بقایي ویلي چې د هرمز تنګي له لارې یوازې ملکي کښتیو ته د اړوندو ایراني ادارو تر ارزونې وروسته د تېرېدو اجازه ورکول کیږي.
هغه دغه راز د ایران سمندري محاصره د نړۍوالو قوانینو خلاف بللې او خبرداری یې ورکړی چې ایران به یې په غبرګون کې اړین ګامونه پورته کړي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي و چې ایران ورسره امریکا ته د غني شویو یورانیمو د انتقال هوکړه کړې ده.