- 1 اونۍ دمخه (13/04/2026)
- سمسور نیوز
- 138
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، د امریکا سمندري پوځ به هرمز تنګي کې د کښتیو د څار بهیر پیل کړي او هره هغه کښتۍ به تلاشي کړي چې په خبره یې، ایران ته فیس ورکوي.
ټرمپ دغه راز د ایران احتمالي برید ته د سخت غبرګون خبرداری ورکړی دی.
په ورته مهال، د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي چې ځواکونه به یې له نن (دوشنبې) هرمز تنګي کې ایراني بندرونو ته د کښتیو پر تګ راتګ څار پیل کړي.
سنټکام زیاته کړې چې د ټولو هېوادونو د کښتیو تګ راتګ به څاري او ټینګار یې کړی چې کښتۍ باید د هرمز تنګي په شاوخوا کې له تګ راتګ مخکې له امریکایي سمندري ځواکونو سره همغږي وکړي.