ایران په سعودي کې د امریکا الوتکې په نښه کړي

ایران په سعودي کې د امریکا الوتکې په نښه کړي


  • 3 اونۍ دمخه (28/03/2026)
  • سمسور نیوز
  • 194

د واشنګتن پوست د راپور پر اساس د ایران هغه برید چې په سعودي عربستان کې د «امیر سلطان» په پوځي اډه شوی، لږ تر لږه د امریکا دوه د سون‌توکو رسولو الوتکې ويجاړي شوې دي.

 

په راپور کې راغلي، چې د ایران دا برید ښيي، د امریکا او اسراییلو د جګړې له څلورو اوونیو وروسته هم، ایران لا هم داسې قوي پوځي زېرمه لري چې د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې بریدونه ترسره کولی شي.

 

 د واشنګتن پوست د معلوماتو له مخی ، چې په منځني ختیځ کې مېشت امریکايي ځواکونه ځینې وخت د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د بریدونو پر وړاندې د خپلو سرتېرو د کافي ساتنې په برابرولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.