هند: پر افغانستان  د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندو

هند: پر افغانستان د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندو


  • 1 مياشت دمخه (10/03/2026)
  • سمسور نیوز
  • 190

هند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه و غندل او هغه یې د نړۍوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د هېواد د حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
د هندي استازي افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي: «په داسې حال کې چې د روژې په مبارکه میاشت کې بې‌رحمانه هوايي بریدونه ترسره کیږي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل کیږي، نړۍوالو قوانینو ته د پابندۍ او اسلامي یووالي ادعا یوازې ریا ده.»
پارواتانني هریش دغه راز د "سوداګرۍ او ټرانزیټ ترهګرۍ" په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په وچه کې د پرتو هېوادونو زیانمنتیا باید د هغوی پر وړاندې د وسلې په توګه ونه کارول شي.
د هریش په خبره، یوازې د نړۍوالې ټولنې همغږې هڅې کولای شي د داعش خراسان او القاعده په ګډون د وسله‌والو ډلو فعالیتونه مهار کړي.