- 1 مياشت دمخه (08/03/2026)
- سمسور نیوز
- 215
د ايران، اسرائيل او امريکا ترمنځ جګړه تېره شپه هم روانه وه او د سيمي په بېلا ـ بېلو ښارونو کي د بريدونو راپورونه ورکړل سوي دي.
د راپورونو له مخې امريکا او اسرائيلو پر تهران بريدونه کړي او د کرج، اراک، انديشه، پرند او قم په ښارونو کي د چاودنو ږغونه اورېدل سوي.
د اسرائيلو رسنيو ويلي چي د لومړي ځل لپاره په تهران کي د تېلو د زېرمو پر مرکزونو هم بريد سوی.
بل لور ته د عراق په بغداد کي د امريکا پر سفارت د کاتيوشا توغنديو بريد سوی، د سعودي عربستان په رياض ښار کي د امريکا پر سفارت د بېپيلوټه الوتکې بريد سوی او په ناروې کي هم د امريکا په سفارت کي د چاودنې راپور ورکړل سوی دی.
همداراز ويل سوي چي يو ايراني ډرون په بحرين کي يو هدف په نښه کړی او ايران پر کويت هم بريد کړی دی.
په همدې حال کي د اسرائيلو په شمالي ښارګوټو کي هم د چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي.
دا په داسې حال کي ده چي د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان مخکې ويلي وو چي ايران به د سيمې پر هېوادونو بريدونه نه کوي او بخښنه يې هم غوښتې وه، خو ټينګار يې کړی و چي که ايران تر بريد لاندې راسي نو ځوابي اقدام به وکړي.