ايا چين او روسيه به د ايران په قضيه کې مداخله وکړي؟


  • 1 مياشت دمخه (04/03/2026)
  • احمد ولي اڅکزې
  • 94

اصلي پوښتنه دا نه ده چې ايا چين او روسيه به په ايران کې مداخله وکړي که نه؟ بلکه پوښتنه دا ده چې ولې پکې مداخله نه کوي، حال دا چې دواړه د ايران شريکان ګڼل کيږي؟

لنډه خبره دا ده چې ایران د چین او روسیې لپاره مهم دی، خو دومره مهم نه دی چې هغوی د امریکا او لوېدیځ سره ممکنه جګړې يا لانجې ته داخل شي.

د چين لپاره د ايران اصلي ارزښت په دې کې دی چې د انرژۍ نژدې ۱۳ سلنه اړتيا يې د ايران په ارزانه تيلو پوره کيږي. ايران د ورباندې لګول شوو بنديزونو له کبله تر نړيوال بازار په کم قيمت و چين ته خپل تېل ورکوي. دا کار د چين د اقتصاد لپاره ډېر ګټور دی. د دې تر څنګ د سوداګرۍ لپاره د سړکونو د کمربند رامنځته کولو په ترڅ کې هم ايران د چين لپاره ډېر مهم جغرافيايي ارزښت لري. 

خو بيا هم چين و ايران ته دومره اړ نه دی لکه ايران چې چين ته اړ دی. چين کولای شي چې له نورو هيوادونو لکه سعودي عربستان، عراق، روسيې او عربي اماراتو څخه هم تېل واخلي.

همدا دليل دی چې چين غواړي په منځني ختيځ کې واقع ټولو هيوادونو سره ښې اړيکې وساتي که هغه ايران، عراق، سعودي عربستان، عربي امارات او حتی که اسرائيل دی.

که چین د ايران د روانې قضيې پر سر لانجې ته مستقيم داخل شي نو د متحده ايالاتو او لوېديځو هيوادونو سره د لانجې له کبله به اقتصادي زيان وويني او د منځني ختيځ نور شريکان به ورڅخه واټن ونيسي. 

همدا وجه ده چې چين عموما يوازې د دپلوماسۍ خبرې کوي او د اوربند غوښتنه کوي، خو نوره مداخله نه کوي.

دا هم ممکنه ده چې چين حتی په منځني ختيځ کې د امريکا د بوختوالي څخه ګټه واخلي، ځکه چې امريکا به هلته مصروفه شي.

روسيه ولې مستقيمه مداخله نه کوي؟

روسيه هم د ايران سره نژدې اړيکې لري او مثلا په سوريه، د وسلو او ډرون په ترڅ کې همکاريو، د لوېديځ سره د ضديت مشترکوالی او څو نورو ټکو کې د همکارۍ تجربه لري. خو روسيه پخپله د اوکراين په جګړه کې بنده پاتې ده. د دې تر څنګ نه غواړي د اسرائيل او عربي هيوادونو سره يې اړيکې خرابې شي. له دې کبله د روسيې غبرګون په روان بحران کې هم د چين په شان دپلوماتيک او سياسي دی.

په دې توګه نو داسې برېښي چې ايران په دغه لانجه کې يوازې پر ځان د بسيا کولو علاوه بله لاره نه لري.