د پاکستان د نظامي یرغل له امله امنیت شورا ته د افغانستان لیک

د پاکستان د نظامي یرغل له امله امنیت شورا ته د افغانستان لیک


  • 1 مياشت دمخه (23/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 104

 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ویلي ،چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت لیک لېږلی دی.

نصیر احمد فایق پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان له لوري دې د بشري حقونو سرغړونې  دې ژر تر ژره بندې شي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته دې درناوی وشي او د ملګرو ملتونو منشور ته دې ژمنتیا وساتل شي.

د یادونې ده، چې د یک‌شنبې په شپه پاکستاني بې پیلوټه الوتکو پر ننګرهار او پکتيکا ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۸ تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو شهيدان کړل.

 د حکومت ویاند د پاکستان برېدونو  ته په غبرګون کې وویل ،چې دوی به د پاکستان پوځي اهداف په نښه کړي.