د بشري حقونو نړیوال بنسټ پر ننګرهار او پکتيکا د پاکستان بریدونه غندلي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ پر ننګرهار او پکتيکا د پاکستان بریدونه غندلي


  • 1 مياشت دمخه (22/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 133

د افغانستان پر ننګرهار او پکتيکا ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ (IHRF) لخواپه کلکو ټکو غندل شوي او هغه یې د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

یاد بنسټ په خپره کړې اعلامیه کې د پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې، او د یوې خپلواکې، رڼې او نړیوالې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

 همداراز یې ټینګار کړی، چې د پېښې مسوولین باید حساب ورکړي او زیانمنو کورنیو ته دې بېړنۍ بشري مرستې ورسول شي.