امریکا  له قطر او بحرین پوځي اډو خپل لسګونه سرتیري ایستلي

امریکا له قطر او بحرین پوځي اډو خپل لسګونه سرتیري ایستلي


  • 1 مياشت دمخه (21/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 145

 

امریکا د ایران سره د ناندریو د زیاتېدو په غبرګون کې، خپل سلګونه سرتېري د قطر العدید هوايي اډې او بحرین له پوځي اډو څخه ایستلي دي.

د نیویارک ټایمز دراپور له مخې ، دا ګام د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو په وړاندې د دفاعي تدابیرو یوه برخه ده.

همدارنګه، رویټرز  د دوه امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا پوځي پلان  پرمختللې مرحلې ته رسیدلی او ښايي ځانګړي کسان په نښه شي یا حتی په تهران کې د رژیم بدلون لپاره هم ګامونه پورته شي.

دا پداسې حال کې ده، چې ایران ويلي وو که امریکا پر دغه هېواد برید وکړي؛ نو داسې څپېړه به ورکړي چې د بېرته پورته کېدو توان ونلري.