ملګرو ملتونو کې د ايران استازي د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش ته ویلی، که امریکا د بر ید هڅه وکړي، تهران به په سیمه کې د "دښمن پوځي " اډې، تاسیسات او شتمنۍ د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي.
امير سعيد ايراني انتونيو ګوترېش ته یو لیک کې ليکلي، چې د ایران په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې د پوځي یرغل ریښتینې خطر نښې دي او زیاتوي، چې ایران جګړه نه غواړي.