د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرو پوځونو د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې دا ورځ د روسیې په پوځي تاریخ کې «نه هېرېدونکې» ده.
پوتین ویلي، شوروي سرتېرو د سختو ازموینو پر مهال زغم، مېړانه، انسانیت او لوړ اخلاقي چلند ښودلی او د «وطن له ملي ګټو» یې دفاع کړې ده.
له نن څخه ۳۷ کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه، چې نږدې لس کاله یې په افغانستان کې جګړه کړې وه، د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶مه د هېواد په شمال کې د حیرتان بندر له لارې له افغانستانه ووتل.
په همدې تړاو، د افغانستان، روسیې او بیلاروس په بېلابېلو ښارونو کې د یادونې غونډې هم جوړې شوې دي.