د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې ژورې دي او د دې اړیکو د ښه والي په موخه اسلامي امارت ډېره هڅه کړې ده.
مجاهد د کابل او اسلام اباد ښو اړیکو ساتنې ته په اشارې ویلي، دې برخه کې اسلامي امارت ډېره هڅه کړې، خو له بده مرغه د پاکستان پوځ کې خاصه کړۍ شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښکېلتیا ملاتړ کوي.
د اسلامي امارت ویاند تهران راډیو سره مرکه کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو کړکېچن وضعیت ته په اشارې زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ډول وضعیت رامنځته کېدل له پاکستان راټوکېدلې نه، بلکې بهرنۍ اجنډا ده.
مجاهد وايي، یاده کړۍ د سترو قدرتونو د خوشحالۍ لپاره دغه ډول سیاستونه عملي کوي، چې تر ټولو ډېر زیان یې خپله پاکستاني وګړو ته رسیږي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم پاکستاني وګړو پر پوځي حکومت په وار وار نیوکې کړې دي، چې له ګاونډیو په ځانګړې توګه افغانستان او هند سره دې د ترینګلتیا له ملاتړ لاس واخلي.