د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې له دوی سره زنداني امریکايي وګړي د غیر قانوني کړنو له امله نیول شوي او شونې ده، چې له واشنګټن سره د بندیانو مسئله د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي له یوې خصوصي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، دوی افغانستان ته راغلي ټول بهرني وګړي څاري او که هرڅوک له قوانینو سرغړونه وکړي؛ نو وبه نیول شي.
مجاهد په دې اړه ډېر جزیات ورنکړل، چې دمګړی له اسلامي امارت سره څو امریکايي وګړي بندیان دي؛ خو زیاته یې کړه، چې کابل د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري.
تر دې وړاندې بیا کابل او واشنګټن څو ځله د بندیانو پر تبادلې خبرې کړې، چې امریکايي لوري د رحیم الافغاني د خوشې کېدو په تړاو خپله ژمنه هم ماته کړې وه.