د هرات د سمنټو سترې صنعتي پروژې عملي چارې پیل شوې

د هرات د سمنټو سترې صنعتي پروژې عملي چارې پیل شوې


  • 2 مياشتي دمخه (14/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 71

د هرات ولایت د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د هرات د سمنټو سترې صنعتي پروژې عملي کار په رسمي ډول پیل شوی او ټاکل شوې ده چې دا پروژه به په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې بشپړه شي.

د خبرپاڼې له مخې، د ګلبهار شرکتونو ګروپ مشر له تخنیکي ټیم او انجنیرانو سره یو ځای د هرات له والي سره په کتنه کې د پروژې د رسمي پيل خبر ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې چارې به د ټاکل شوې مودې دننه، د معیاري اصولو له مخې بشپړې شي.
هغوی همداراز ویلي چې ټول تخنیکي او لوژستیکي چمتووالی نیول شوی او هڅه کېږي چې کارونه په چټک او منظم ډول مخته ولاړ شي.

د مسوولینو په وینا، د پروژې له بشپړېدو وروسته به هره ورځ درې زره ټنه سمنټ تولید شي، چې ورسره به د هېواد د کورني اړتیا شاوخوا ۶۰ سلنه پوره شي.

د دې تر څنګ به دغه فابریکه زرګونو کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم د کار زمینه برابره کړي، چې دا کار به د سیمې پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري او د ودانیز سکتور د پیاوړتیا سبب به شي.

چارواکي وایي، د دې پروژې پلي کېدل به نه یوازې د سمنټو د وارداتو کچه راکمه کړي، بلکې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او اقتصادي ځانبساینې په لور به یو مهم ګام وي.