مولانا فضل الرحمن: پاکستان د امریکا پر نیابتي ډلې بدل شوی

مولانا فضل الرحمن: پاکستان د امریکا پر نیابتي ډلې بدل شوی


  • 2 مياشتي دمخه (14/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 105

مولانا فضل الرحمن ویلي، امریکا په افغانستان کې د چین او روسیې پانګونه د ځان لپاره د منلو وړ نه ګڼي او د مخنیوي لپاره یې هڅه کوي، چې پاکستان د یوې نیابتي ډلې په توګه وکاروي.

 

نوموړي د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، دا ډول پالیسۍ نه یوازې د سیمې ثبات ته زیان رسوي، بلکې د پاکستان ملي ګټو ته هم جدي تاوان اړوي. د هغه په وینا، پاکستان دا مهال له هېڅ یوه ګاونډي هېواد سره ښې اړیکې نه لري او دا حالت نور د پاکستان ولس ته د منلو وړ نه دی.

 

مولانا فضل الرحمن ټینګار کړی، چې پاکستان باید خپله بهرنۍ تګلاره له سره و ارزوي او بدلون پکې راولي. هغه زیاته کړې، د سیمې د سولې، اقتصادي پرمختګ او متقابلو ګټو لپاره اړینه ده، چې پاکستان د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره غوره او متوازنې اړیکې ولري.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې د نورو هېوادونو د جګړو او سیالیو برخه ګرځېدل د پاکستان په ګټه نه دي او حکومت باید داسې پالیسي خپله کړي، چې د ولس اراده، ملي حاکمیت او سیمه‌ییز ثبات پکې لومړیتوب ولري.