د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: افغانستان سره جګړه نه غواړو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: افغانستان سره جګړه نه غواړو


  • 2 مياشتي دمخه (13/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 102

د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په تړاو د غبرګون په ترڅ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلام‌اباد له افغانستان سره د جګړې نیت نه لري.

د دغه وزارت ویاند طاهر اندرابي  ویلي، افغانستان د پاکستان دوست هېواد دی او اسلام‌اباد نه غواړي  چې ورسره جګړه وکړي.

 هغه دغه راز له افغان حکومته  غوښتي، چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه مهار کړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د خواجه اصف له لوري په وروستېو څرګندونو کې ویل شوي وو، چې کېدای شي د روژې میاشتې تر رارسېدو مخکې پر افغانستان پوځي برید وکړي.