مجاهد: د بندیز سیاستونه غرب ته هیڅ ګټه نه کوي

مجاهد: د بندیز سیاستونه غرب ته هیڅ ګټه نه کوي


  • 2 مياشتي دمخه (13/02/2026)
  • سمسور نیوز
  • 40

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د لوېدیځو هېوادونو له لوري پر افغانستان د بندیزونو د تمدید په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې افغانستان دا مهال د بیارغونې او پرمختګ پر لور روان دی او بندیزونه نه یوازې دا چې ګټه نه لري، بلکې د عادي خلکو پر ژوند منفي اغېز کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې نړۍ باید ناکامې تګلارې تکرار نه کړي او پر فشار راوړلو او اقتصادي محدودیتونو د ټینګار پر ځای، له افغانستان سره تعامل او مثبتې اړیکې غوره کړي.

د هغه په وینا، تېرو کلونو وښودله چې بندیزونه ستونزې نه شي حل کولای، بلکې د بشري وضعیت د لا خرابېدو لامل ګرځي.

مجاهد زیاته کړې چې افغانستان دا مهال په بېلابېلو برخو کې د ثبات، امنیت او اقتصادي ودې هڅې روانې کړې دي.

هغه ویلي، حکومت هڅه کوي چې د کورنیو سرچینو پر مټ اقتصادي ځان بسیا توب ته ورسېږي او له نړیوالې ټولنې سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې پراخې کړي.

د اسلامي امارت ویاند له افغانستان سره د چین او روسیې تعامل ستایلی او ویلي یې دي چې یادو هېوادونو له فشار پرته، د همکارۍ او اقتصادي مشارکت لاره خپله کړې ده.

د هغه په خبره، دا ډول چلند کولی شي د سیمې او نړۍ لپاره د متقابل باور فضا رامنځته کړي.

هغه یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیاسي دریځونو پر ځای واقعي ارزونه وکړي او د بندیزونو د تمدید پر پرېکړو بیاکتنه وکړي، څو د اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.