د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم په مشرۍ د لوړو زده کړو عالي شورا غونډه ترسره شوې، چې پکې د هېواد په پوهنتونونو کې د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس پروګرامونو جوړول تصویب شوي دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر اساس، د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې، هېواد کې لږ تر لږه ۱۰۰ د ماسترۍ پروګرامونه او له ۳۰ ډېر د دوکتورا پروګرامونه په بېلابېلو برخو کې جوړ شوي، چې پکې کمپیوټر ساینس، انجنیري، طب او زراعت برخې شاملې دي.
په دې غونډه کې په دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا څلور پروګرامونو، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ماستري اته پروګرامونو، د پنځه نویو پوهنځیو او د ۳۱ نوو دیپارتمنتونو جوړول تصویب شول.
د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د دې پروګرامونو د پرمخ وړلو لپاره به د کورنیو استادانو سربېره، بهرني استادان هم د لوړو معاشونو په اخېستلو سره وګمارل شي.
د لوړو زده د وزیر ندا محمد ندیم پر وینا، د دې پروګرامونو هدف د زده کړو کیفیت لوړول، علمي پرمختګ او د افغانستان د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویل دي.