د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي د خپل روسي سیال هغه وړانديز رد کړی، چې ګواکې زلینسکي او پوتین دي په مسکو کې سره وګوري؛ نوموړي د پوتین د دې وړاندیز په غبرګون کې پوتین ته په کیف کې د خبرو بلنه ورکړې ده.
زلینسکي د پوتین دا وړاندیز غیر واقعي بللی او ویلي یې دي، چې پوتین کولای شي کیف ته راشي.
زیلینسکي د امریکا د "ABC News" له ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې نشي کولای دې ترهګریزې پلازمېنې ته لاړ شي، ځکه، چې دې پلازې اوکراین هره ورځ د توغندیو او ډزو تر بریدونو لاندې نیولی دی.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هڅه کوي، چې د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ مخامخ خبرې ترسره شي.
باید وویل شي، چې د ټرمپ د تیرې میاشتې د الاسکا په غونډه کې د پوتین سره د دې ډول دوه اړخیزې یا درې اړخیزې ناستې د ترسره کېدو موضوع هم د اجنډا برخه وه.