د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټيفان دوجارېک وايي، د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) د ګډو مرستو له صندوقه لس میلیونه ډالر ځانګړي کړي څو د زلزلې ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شي.
دوجارېک په یوه خبري غونډې کې ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د ۴.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت بیړني توکي کونړ او جلال اباد ته لېږدولي دي چې پکې خیمې، کمپلې، د اوبو لوښي، ګازي دېګونه، سولر څراغونه او ترپالونه شامل دي، تر څو ۵۶۰۰ کورنیو سره مرسته وشي.
د کډوالۍ اداره وايي په افغانستان کې یې زېرمې کمې شوي، ځکه له یو څه مودې راهیسې یې هغو افغانانو ته هم مرستې رسولې چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران راستول شوې وې.