اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیون یورو ځانګړي کړل

اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیون یورو ځانګړي کړل


  • 7 مياشتي دمخه (25/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 308

اروپايي ټو

اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیون یورو ځانګړي کړل د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیون یورو ځانګړي کړي دي
. دا مرستې به د "افغان ماشومانو د کډوالۍ" پروګرام او له ګاونډ هېوادونو څخه راستنېدونکو ماشومانو ته ځانګړې شي.

د یونیسف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا اداره به په راتلونکو درې کلونو کې جلا شویو ماشومانو ته بېړنۍ پاملرنه چمتو کړي، د اوږدې مودې لپاره به له بیا یوځای کېدو ملاتړ وکړي او ۱۸۰ زره ماشومانو او کورنیو ته خدمات وړاندې کړي
. یونیسف ټینګار کړی، چې له ۲۰۱۸ کال راپدېخوا د "افغان ماشومانو د کډوالۍ" په پروژه کې د اروپايي ټولنې پانګونه ۳۸ میلیون یورو ته رسېدلې ده.
دا بېړنۍ مرستې په سرحدي لارو کې د کورنیو د ستونزو له اوږدمهاله حل‌لارې سره تړاو لري، چې د ژوندانه په بیا رغولو کې ورسره مرسته وشي.
ویل کیږي، چې یوازې تېر کال له ۱۴ زره جلا شویو ماشومانو سره مرسته شوې ده.