شمالي کوریا؛ د امریکا او جنوبي کوریا تر ناستې یوه ورځ وړاندي نوي توغندي ازمایلي

شمالي کوریا؛ د امریکا او جنوبي کوریا تر ناستې یوه ورځ وړاندي نوي توغندي ازمایلي


  • 7 مياشتي دمخه (24/08/2025)
  • 315

د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد تازه د خپلو نوو هوايي دفاعي توغندیو بریالۍ ازموینه ترسره کړې ده.
 ویل شوي، دغه ازموینه د هېواد مشر کیم جونګ اون تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شوې ده، چې پکې د دفاعي سیستمونو عملي وړتیا وازمويل شوه.

د راپور له مخې، نوي هوايي دفاعي سیستمونه کولی شي د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) او کروز توغندیو پر وړاندې چټک او مؤثر غبرګون وښيي.

 چارواکو ویلي، دا پرمختګ د شمالي کوریا د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا برخه ده او هدف یې د هېواد هوايي فضا خوندي ساتل دي.

د ازموینې اعلان یوه ورځ له هغې وړاندې شوی چې ټاکل شوې سبا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جنوبي کوریا ولسمشر لي جائه میونګ یوه مهمه دوه‌اړخیزه غونډه ترسره کړي.

باور دا دی، چې شمالي کوریا هڅه کوي د دغسې ازموینو له لارې سیاسي او پوځي فشار زیات کړي او خپله سیمه‌ییزه دریځ پیاوړی کړي.

د یادونې ده چې شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینونه "تحریکوونکي" بولي او ژمنه یې کړې چې د خپلې دفاعي او هستوي پروژې پرمختګ ته به ادامه ورکوي.