ریچارد ګلدبرګ: که ایران هرمز تنګی بند کړی؛ تر ټولو زیات زیان به خپله وویني

ریچارد ګلدبرګ: که ایران هرمز تنګی بند کړی؛ تر ټولو زیات زیان به خپله وویني


  • 7 مياشتي دمخه (24/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 287

 

د امریکا د ملي امنیت شورا پخواني لوړپوړي چارواکي ریچارد ګلدبرګ ویلي چې د هرمز تنګي بندول به د ایران لپاره «اقتصادي ځان‌وژنه» وي.

‎ هغه دا څرګندونې د ایران د مذهبي مشر، علي خامنه‌اي، د استازي علي شریعتمداري د خبرو په غبرګون کې کړې دي.

شریعتمداري چې د ایران د ورځپاڼې «کیهان» استازی دی، ویلي وو که ایران هرمز تنګی وتړي، د نفتو بیه به په هر بیرل کې ۲۰۰ ډالرو لوړه شي؛ خو ګلدبرګ دا ادعا غیرواقعي وبلله او ویې ویل چې د هرمز تنګي بندېدل نه یوازې دا چې د نفتو بیه دومره نه لوړوي، بلکې دا کار به د ایران اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ کړي.

ګلدبرګ وویل، چین چې نیمایي وارداتي نفت له هرمز تنګي ترلاسه کوي او تر ټولو زیات به له دغه اقدام متضرره شي، چې دا به د ایران د بهرني سیاست لپاره هم ناوړه پایلې ولري.

نوموړي لوېدیځو هېوادونو ته مشوره ورکړه چې نور دې د ایران په وړاندې پریکنده اقدام وکړي .
ګلدبرګ ټینګار وکړ چې دا وخت شاته کتل نه، بلکې مخ ته ګام اخیستل پکار دي.