د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ چې د روانې اګسټ مياشتې په ۲۹مه نېټه پيليږي، افغان کرکټ بورډ نن د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
دغه نوملړ کې راشد خان، رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدران، دروېش رسولي، صديق اتل، عظمت عمرزی، کريم جنت، محمد نبي، ګلبدين نايب، شرف الدين اشرف، محمد اسحاق، مجيب الرحمن، الله محمد غضنفر، نور احمد، فريد احمد، نوين الحق، فضل الحق او په احطياطي لوبغاړو کې عبدالله، وفيع الله ترهخېل او ننګيال خروټی شامل دی.