د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بنګله‌دېش ته تللی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بنګله‌دېش ته تللی


  • 7 مياشتي دمخه (23/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 195

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د شهباز شریف مرستیال، اسحاق ډار په دوه ورځني سفر د بنګله دېش پلازمېنې ډاکا ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې، چې اسحاق ډار د بنګله دېش له لنډمهالي لومړي وزیر، محمد یونس او خپل بنګله دېشي سیال سره لیده کاته وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا سفر په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم پړاو بللی دی.
د بنګله دېس بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکو ویلي، چې ښايي دې سفر کې له پاکستان سره تر پنځو هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
دا د پاکستاني بهرنیو چارو وزیر، له ۱۳ کاله وروسته لومړی سفر دی، چې بنګله دېش ته کېږي. له دې وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیره، حنا رباني کهر ډاکا ته تللې وه.
د ۲۰۲۴ په اګسټ کې د یوه ولسي خوځښت له امله چې په بنګله دېش کې د شیخ حسینه چې هند پولې ګڼل کېده، حکومت ړنګ شو، د دغه هېواد او پاکستان اړیکې په سوداګرۍ او سیاست کې ښې بلل کېږي.