امير امان الله خان مشهور پۀ غازي امان الله خان، د امير حبيب الله خان زوی، د امير عبد الرحمن خان لمسی، دامير دوست محمد خان کړوسی او پۀ قوم بارکزی دی. دی پۀ ۱۸۹۲ ز کال د جون مياشتې پۀ لومړۍ نېټه د کابل پۀ پغمان کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
امان الله خان پۀ نظامي ښوونځي کې زده کړې وکړې او لۀ پوځ سره نږدې پۀ اړيکه کې و. نوموړی د خپل پلار حبيب الله خان لۀ مړينې وروسته پۀ ۱۹۱۹ ز کال د فبرورۍ د مياشت پۀ ۲۸ نېټه واک ته ورسيد. غازي امان الله خان پۀ ۱۹۱۹ ز کال د خپلواکۍ جګړه ( د افغان او انګليس دريېمه جګړه ) پيل کړه، چې دا کار د راولپنډۍ د تړون لامل شو او برېتانيا زموږ هېواد د يو خپلواک هېواد پۀ توګه پۀ رسميت سره و پېژاندۀ.
د شاه امان الله خان حکومت پۀ ۱۹۲۰ ز کال لۀ پخوانۍ روسيې ( شوروي )، وروسته له اېټاليا، ترکيې او ايران سره د دوستۍ تړونونه لاس ليک کړل. شاه امان الله خان يو ځل بيا پۀ ۱۹۲۱ ز کال لۀ پخواني روسيې ( شوروي ) سره تړون لاس ليک کړ، چې پۀ دې تړون کې يې د هرات، کندهار او کابل د تلګرافي خطونو امتياز شوروي هېواد ته ورکړ. هغۀ په ۱۹۲۷ز کال د دسامبر پۀ ۱۰ نېټه اروپايي، آسيايي او افريقايي هېوادونو ته خپل ۶ مياشتينی سفر پيل کړ او ۱۳۰۷ ل کال د ايران لۀ لارې بېرته افغانستان ته را ستون شو او پۀ اصلاحي اقداماتو يې لاس پورې کړ.
امان الله خان پۀ ۱۹۲۶ ز کال د مشروطه سلطنت اعلان وکړ او ځان يې شاه و بالۀ.د لويې جرګې جوړول او پۀ هغۀ کې د لومړني اساسي قانون تصويبول، د مري ساتلو لۀ منځه وړل، د شاهي مشروطه نظام جوړول، د قواوو تفکيک، پۀ اجباري توګه د پوهې زده کړه، پۀ مالي سيستم کې د اصلاحاتو راوستل، د اجباري کار منع کېدل، د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو پۀ موخه، بهر ته د ځينو زده کړيالانو لېږل، پۀ کابل کې د لومړني عامه کتابتون جوړول، د ورځپاڼو خپرېدل او درې ورته نور کارونه د نوموړي پېر لۀ اړينو بدلونونو څخه شمېرل کيږي. پۀ ټوليزه توګه د شاه امان الله خان پېر د هېواد د ځلانده دورې پۀ نامۀ ياديږي.
دا چې دشاه امان الله خان اصلاحي اقدامات د ټولنې د ځينو اقشارو لۀ روحيې سره ناسازګاره او لۀ غبرګونونو سر هم مخامخ شو، همدې کارونو ددۀ د سلطنت پر وړاندې خوځښتونو ته لاره هواره کړه چې پۀ پايله کې حبيب الله کلکاني د شاه پر وړاندې خوځښتونه وکړل، دی دې ته اړ شو چې واک پرېږدي او اېټاليا ته لاړ شي.
هېره دې نۀ وي چې د حبيب الله کلکاني څخه مخکې پۀ ۱۳۰۳ل ( ۱۹۲۴ م ) کال ځينو افراطي ملايانو او روحانيونو د انګليسانو پۀ ملاتړ د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پر وړاندې تبليغات کول او خلک يې خوځښتونو ته هڅول.
هغو دشاه امان الله خان د دورې ټول اصلاحي اقدامات د اسلام خلاف ګڼل او دغه هېواد پال او مترقي غوښتونکی شاه يې کافر ګڼل او د هغۀ پر وړاندې يې د فرض جهاد اعلان وکړ. دغو ملايانو پۀ يوه لاس کې قرآن او پۀ بل لاس کې د امان الله خان د جزا قانو نيولی و او پۀ کليو و بانډو کې چې لۀ پوهې بې برخې وګړي وو،ګرځېدل او خلکو ته به يې ويل:
چې کوم يو منئ! قرآن يا د امان الله خان قانون؟ دا طبيعي خبره ده چې خلکو به ويل قرآن. انګليسانو پۀ دغۀ توطئه کې ځانونه بريالي ګڼل نو پۀ مستقيمې مداخلې يې لاس پورې کړ او يو تن هندو ( د عبدالکريم پۀ نامۀ) يې د امير محمد يعقوب خان د زوی تر نامۀ لاندې په پکتيا ولايت کې د ځدرانو قوم ته دننه کړ، چې وروسته يې د خوځښتونو رهبري پۀ لاس کې واخيسته. پۀ لومړيو کې جګړه د پاڅون کوونکو پۀ ګټه روانه وه، ځکه لۀ يوې خوا د دولت بوديجه پای ته ورسېده لۀ بله پلوه پۀ يو ځل د دولت ۸۰۰ پوخيان ووژل شول، چې دا کار د اماني نوي جوړ شوي دولت ته کلکه ضربه وه. همداو چې عبدالکريم د انګليسانو پۀ ملاتړ پۀ پکتيا ولايت کې د امارت د عوا وکړه.
دا چې د افغانستان ډېری وګړي د غازي امان الله خان لۀ کړنو خوښ و، ټولو پۀ يو غږ د دغو جاهلو پاڅون کوونکو پر وړاندې ودرېدل او ويې ځپل. مير غلام محمد غبار پۀ خپل اثر (( افغانستان در مسير تاريخ )) ( لومړی ټوک،۸۰۹ مخ) کې ليکي:
(( داچې خلک پوه شول چې دپکتيا پاڅون مذهبي ماهيت نۀ لري، بلکې سياسي ماهيت لري او د انګليس په مستيقمه مداخله پر مخ وړل کيږي، ټول د دولت پۀ ملاتړ را پاڅېدل او د بهرنيو د نفوذ پر وړاندې سره يو شول.)) دغه خوځښت چې لۀ يوه کال ډېر دوام وکړ، اماني دولت ته ډېر ګران تمام شو.
تقريبآ د دولت ديوه کال ماليات پۀ سيند لاهو شول. وروسته شاه امان الله خان د پغمان پۀ لويه جرګه لۀ ځينو مرتجعه روحانيونو سره ناچاره دتفاهم او مماشاتو لۀ مخې وړاندې لاړ او د خپلو اصلاحاتو يوه برخه يې څنګ ته کړه. پۀ پايله کې د خلکو پراخې مرستې سره نوموړي پاڅونونه وځپل شول او مشران يې پۀ تېښته بريالي شول. د دوی پۀ ډله کې ګوډ ملا او ملا عبدالرشيد چې غرونو ته تښتېدلي وو، دخلکو لخوا ونيول شول او دولت ته يې تسليم کړل. پۀ ۱۳۰۴ ز کال د جوزا مياشت پۀ ۴ نېټه ګوډ ملا او ملا عبدلرشيد لۀ خپلو ۵۰ کسه همفکرو سره، وروسته لۀ دې چې د محکمې لخوا ورباندې د اعدام حکم صادر شو، د کابل پۀ تپه مرنجان کې د يوې غونډې په ترڅ کې اعدام شول او سلګونه نور کسان د دولت لخوا شمالي ولايتونو ته تعبيده شول.
شاه امان الله خان پۀ ۱۹۲۷ ز کال د جون ۲۲ نېټه چې يو يادګاري څلی د (( علم و جهل )) پۀ نامۀ د کابل پۀ دهمزنګ کې د کابل سيند تر څېرمه د ګوډ ملا دپاڅون د پای ته رسېدو پۀ پار جوړ کړی و، پۀ يوه اړخ کې يې نوموړی پاڅون شرحه شوی او دريېو نورو اړخونو کې يې د هغو افسرانو نومه ليکل شوي، چې په نوموړې جګړه کې شهيدان شوي وو.
شاه غازي امان الله خان زموږ په تاريخ کې د يوۀ روښان فکره او مترقي غوښتونکي شاه پۀ نوم ياديږي، ددۀ پۀ پېر کې زموږ هېواد د ډېرو تحولاتو او اصلاحاتو شاهد و. بلاخره دی پۀ ۱۹۶۰ ز کال د اپرېل ۲۵ نېټه د سوئيس پۀ زوريخ کې ومړ او جنازه يې جلال آباد ته ولېږدول شوه او د خپل پلار ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.
کله چې امان الله خان په ۱۹۱۹ ز کال واکمنۍ ته ورسېدۀ، برتانوي هند پۀ افغانستان کې حتا سفارت هم نۀ درلود، يوازې يو کس د حافظ سيف الله پۀ نامۀ پۀ کابل کې اوسېدۀ، نوموړی کس واقعه ليکوونکی و او هغه هم پۀ نظر بندۍ کې ژوند تېره ؤ. دا پۀ داسې حال کې ده، چې يو کس د سردار عبدالرحمن خان پۀ نامۀ پۀ رسمي توګه پۀ دهلي کې د افغانستان د سفير پۀ توګه دنده درلوده.
نو افغانستان څنګه يو ښکېلاک شوی هېواد ؤ، چې ښکېلاکګرو يې پۀ دې هېواد کې نۀ استازی درلود، نۀ هم پوځيان او نۀ هم کوم اداره چي؟ دا پۀ داسې حال کې ده چې، هندوستان کې د ماليې کارکونکي، دګمرک مديران، د امنيې قوماندان حتا د پوسته خانو کارکوکونکي ټول انګليسان ؤ، تاسو کولی شئ د نوموړې پوښتنې ځواب د افغان او انګليس د دويمې جګړې د پاي ته رسېدو پۀ وخت کې وڅېړئ.
د افغان او انګليس دريېمه جګړه د مۍ لۀ دويمې څخه د ۱۹۱۹ ز کال د جون تر دويمې پورې دوام درلود، د راولپنډۍ د اوربند د هوکړليک پۀ لاسليک کولو سره د ۱۹۱۹ ز کال د اګست پۀ اتمه نېټه رسمآ پای ته ورسېده. د انګليسي هيئتانو رئيس سرهملتن ګرانت چې د بريتانوي هند د باندنيو چارو وزیر هم شتون درلود، د افغاني هيئتانو رئیس ( علي احمد خان )چې د افغانستان دکورنيو چارو وزير هم و، پۀ يو مکتوب کې دا تائيدوي، چې د انګلستان هېواد د افغانستان خپلواکي پۀ کورنيو او باندنيو چارو کې پۀ رسميت سره پېژني. نوموړی پۀ دې مکتوب کې دا تائيدوي چې(( پۀ دغۀ جګړې او هوکړليک سره د دواړو ښکېلو اړخونو تر منځ پخواني هوکړليکونه لۀ منځه ځي او نۀ شمېرل کيږي))
امان الله خان دپلار لۀ مرګ وروسته د ۱۹۱۹ ز کال د مارچ پۀ دريېمه، د لوړې ( خول اېښودنې ) مراسمو د ادا کولو پۀ ورځ، لۀ خلکو سره ژمنه وکړه، چې خپلو ژمنو ته د عمل جامه ور اغوندي. امان الله خان ويلي و: ( پۀ دې شرط سره دا خول او تخت منم، چې تاسو زما د افکارو او پلانونو پۀ پلي کولو کې را سره مرسته وکړئ، د افغانستان حکومت بايد پۀ بشپړه توګه پۀ باندنيو او کورنيو چارو کې خپلواک و اوسي.))
افغانان هر کال د اسد ۲۸ ورځ د خپلواکۍ د ورځې پۀ توګه نمانځي او معمولآ د نوموړې ورځې جشن د سنبلې پۀ مياشت کې تر سره کوي، کۀ څۀ هم د افغانستان خپلواکي او د افغان او انګليس دريېمه جګړه د انګليسانو لخوا کوچنۍ او کم ارزښته وښودل شوه، لۀ دې سره سره نوموړې جګړه يو لويه جګړه بلل کيږي، پۀ دغۀ جګړه کې بريتانوي هند ته۱۶ ميليونه پونډه مالي زيانونه اوښتي دي، همدارنګه پۀ دغه جګړه کې د دوی ۲۰۰۰ نظامي کسان وژل شوي دي.
ځينې کسان د افغانستان د خپلواکۍ پۀ نېټه او تاريخ کې فتنه انګېزي کوي او هڅه کوي چې پۀ دغۀ برخه کې د ابهام او پېچلتيا پۀ را منځته کولو ځوانانو و غولوي، حقيقت دادی چې د را ولپندۍ هوکړه ليک ورسره د هغه ضمايم پۀ ۱۹۱۹م ز کال د اګست پۀ ۸ نېټه،چې د ۱۲۹۸ ه کال د اسد لۀ ۱۶ سره سمون خوري، د افغانستان خپلواکي تائيدوي. د دغۀ مطلب د لا ښۀ وضاحت او روښانتيا لۀ پاره دلندن د الروز د ورځپانې ورستۍ برخه وګورئ. امان الله خان ۱۲ ورځې وروسته ( ۱۲۹۸ د اسد پۀ ۲۸ ) د خپلواکۍ ورځ د عمومي رخصتي پۀ توګه اعلان کړه.
د راولپندۍ په ټول هوکړه ليک کې د خپلواکۍ کلمه نه ده ياده شوې، دافغانستان خپلواکي د سرهملتن ګرانت ( د برتانوي هيئتانو رئیس ) اود برتانوي هند د باندنيو چارو وزير په رسمي مکتوب کې چې علي احمد خان ( د افغاني هيئتانو رئيس او د افغانستان د کورنيو چارو وزير ) ته يې لېږلی و، تائيد شوې ده، چې دغه مکتوب د راولپندۍ ( ۱۹۱۹ ز کال د اګست ۸ ) د رسمي تړون د ضميمې په توګه دی. د کابل د ۱۹۲۱ز کال تړون د دوستۍ تړون دی، د را ولپندۍ د تړون او د هغه ضمايمو تکرار او تائيد کوي.
په ۱۹۹۹ زيږيز کال د اګسټ پۀ اتمه، چې ۱۲۹۸ لمريز کال د اسد لۀ ۱۶ نېټې سره سمون خوري، د انګليسانو لۀ لوري د افغانستان د خپلواکۍ د رسميت پېژندنې ورځ ده. پۀ ۱۲۹۸ کال د اسد پۀ ۲۸ نېټه د امان الله خان لخوا د راولپندۍ د سولې د تړون تائيد، د خپلواکۍ تصديق دی، نۀ د خپلواکۍ ورځ. نو پۀ همدې دليل سره د اسد د ۲۸ورځې ټاکل د خپلواکۍ د ورځې په توګه سم دی.تر اګست د مخه، پۀ حوت او حمل کې د امان الله خان بيانيې، مخکې د انګليسانو لخوا د افغانستاد د خپلواکۍ ورځې لۀ تصديق څخه وې او دا کار منطقآ د خپلواکۍ پیل نشي ګڼل کېدای. دا بيانيې د خپلواکۍ دترلاسه کولو لۀ پاره تبليغات و.
لۀ پورته يادو شويو پېښو پرته، د افغانستان د دولتونو نږدې درې سوه کلونو کې وګړو د ورورولۍ پۀ فضا کې ژوند درلود، پۀ دې کې شک نشته چې ځينې سلاطين لکه امير عبدالرحمن او لۀ دۀ وروسته او مخکې ددۀ د کورنۍ غړي چې ظالم او مستبده واکمنان و، مګر دا استبداد او ظلم پرته لۀ قومي او ژبني تعصبه پر ټولو مخاليفينو تظبيق شوی دی.
د پښتون ټبر ډېری قومي مشران لۀ خپلو خېلونو او ټاټوبو څخه د هېواد نورو برخو ته تبعيد شوي دي. حتا د نادر خان او د هغۀ د ورونو پۀ دور کې مخور پښتانۀ لکه: ملک قيس چې د ننګرهار د خوګيانيو اوسېدونکی و، د تبعيد لۀ کبله يې د هېواد نورو سيمو کې ژوند کؤ. همدارنګه ملک خان د ماليې وزير خپل ډېری عمر يې پۀ زندان کې تېړ کړ. دا منو چې مستبده واکمنان و، خو دا استبداد پرته لۀ کوم قومي او ژبني تعصب څخه پر ټولو اقوام باندې پلي شوي دي.
پښتون مېشته سيمې د پښتونو واکمنانو په شتون کې د ټولنيز، زېربنايي، مواصلاتي، مخابراتي او انرژۍ پۀ برخه کې د غير پښتون مېشته سيمو پۀ پرتله پۀ ښۀ وضعيت کې نۀوو، بلکې لابدتر حالت کې و.