پۀ هغۀ هېواد کې چې پۀ پېړيو ظلمونه شوي وي، لۀ ټولنيز نياو څخه پکې څرک نۀ ليدل کيږي، خپلوي، قومي او قبيلوي اړيکې د نظام د ملا تير وشمېرل شي او مسؤولو چارواکو د دردېدلو د ستونزو په حلولو کې ځانونه مکلف نۀ وي کڼلي، نو پۀ داسې يوه ټولنه کې د عدالت پلي کول ډېر ګران او ستونزمن کار ؤ، چې د اماني ملي او نوې جوړه شوې واکمني غوښتل د دې کار په پلي کولو لاس پورې کړي.
پوپلزايي د (( سطلنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان )) اثر کې ليکلي: پۀ ۱۲۹۷ ل کال د حوت پۀ لسمه شپه د کابل د ارګ پۀ شاهي ماڼۍ کې د شاه امان الله خان د رسمي ناستې پۀ موخه يوه غونډه جوړه شوې وه، پۀ دغۀ غونډه کې ټول ملکي او نظامي چارواکي، دوستان او هغو همکارانو ګډون کړی وو، چې ددۀ ملاټړ يې د امير نصرالله خان پر وړاندې کړی وو. دپرګرام پۀ پای کې شاه ګډونوالو ته د حکومت تګ لاره د عدالت پلي کول ياد کړل او ياده يې کړه چې دا کار د يو واکمن لۀ اړينو دندو څخه شمېر کيږي. هغۀ زياته کړه چې خلکو ته خدمت کول پرته لۀ رښتينولۍ ناشونې ده، ټول بايد خپلې دندې پۀ ډېرې امانتدارۍ او صداقت سره ترسره کړي، ځکه: ترکومه ځايه چې تاسو سره پېژندنه او دوستي لرم، باوري يم کۀ چېرې د عدالت موضوع ترمنځ وي، نو تاسو د هېچ چا خاطر نۀ کوئ...
دا هم د شاه امان الله خان ويناوې:
(( زما ګرانو دوستانو او د دربار ساتونکو! زما د ماشومتوب، ځوانۍ او اوس هم الحمدالله ډېر ملګري دي .ځکه! کۀ زۀ پۀ صداقت سره کار وکړم، نو د افغانستان هر وګړی زما نږدې مګلری کيږي. زما فدايان چې زۀ هم دهغوی فدایي يم، پۀ دې غونډه کې ډېری متقابل باور شتون لري.ځکه بشپړ اتحاد او يوالی موجود دی او ما د لومړي معتمد پۀ توګه پېژني.
ستاسو په منځ کې هغه کسان چې لۀ وړکتوبه ما سره پېژندګلوي لري او ما پۀ ځانګړې توګه پېژني، پوهېږئ! هغوی لۀ ماسره پۀ کوم لحاظ درنښت او ځای لري؟ هغه پۀ دې معنا چې دوی تر نورو ددغۀ خدمتګار لۀ خيالاتو او افکارو پوره خبر دي او زما هيلې تر نورو ښې پر مخ وړي. زموږ دغه دوستي او صميميت د هېواد او د افغانستان د اسلامي امت د خدمت پۀ موخه دي، چې زۀ هم غواړم ددغې ملګرتيا او صميميت څخه د هېواد د رښتيني خدمت لۀ پاره ګټه واخلم. تر ټولو غوره لاره هغه چې الله ج موږ ته راښودلې، هغه داچې د يو واکمن لۀ پاره تر عدالت بل غوره کار نشته.
وروسته لۀ دې کۀ چېرې پۀ رسمي مراتبو کې تاسو ته ظاهري توپير ترسترګو شو، نو مايوسه کېږئ مه، ځکه: تر ټولو لوی مراتب او مناصب د باور سرته رسول دي. تاسو هم ددې اسلامي هېواد ستر مسؤوليت ما ته را وسپارۀ، نو زۀ د خلق الله د حقوقو مسؤول پېژندل کېږم او ما هم ددې ستر مسؤوليت پۀ منلو سره دخپل فکر ليد بدل کړی دی. نو پۀ دې توګه کۀ چېرې زما لۀ ملګرو تر ټولو کوچنی د قانون خلاف کار او کمزورتيا تر سترګو شي، لحاظ او مراعات به يې ونکړم. ځکه: اسلام او د هېواد قوانين اجازه نۀ را کوي.
نو پۀ دې اساس ملکي او نظامي چارې چې پۀ هره طريقه د ښۀ اجرا وړ وي، پۀ هماغه ډول يې ترسره کوم. زۀ يو سرښندونکی سرباز يم، پر تاسو زما باور تاسو ته تر ټولو لوی ملکي او نظامي درجات او مناصبات دي. زۀ تاسو ټولو د قلم، تورې او مېړانې ورونو ته چې زما د واکمنۍ لۀ لومړۍ ورځې مو د يوالي لاس سره ورکړی،د رب تعالی لۀ دربار څخه د اوږ عمر او ورغ صحت غوښتنه کوم.
نو لۀ تاسو ټولو څخه پۀ ډېر درنښت هيله کوم، تر څو د خپل هېواد د خدمت پۀ برخه کې مخلصانه خپلې دندې تر سره کړئ او کوم باور چې ما پر تاسو کړی، هيله ده چې زما د سر لوړي لامل وګرځي. هغه کارونه مو چې په دې اوو وروځو او شپو کې په فوق العاده جديت سره ترسره کړي، زما او د افغان ملت باور او اطمینیان مو خپل کړی دی
د نسبي يا دخپلوانو د معاشاتو بندول :
شاه امان الله خان د ټولنيز نياو( عدالت) پۀ موخه، ټول هغه معاشات او پاخۀ خواړۀ د خپل ترۀ ( سردار محمد عمر خان ) پۀ ګدون چې د محمدزايي کورنيو اوامير حبيب الله خان ته نږدې با نفوسه کسانو ته چې ورکول کېدل، پر دوی بند کړل. پرته لۀ شکه د داسې يو کار تر سره کول د قومي مخورو او مشرانو نارضايتي لۀ ځانه سره درلوده.
مګر شاه امان الله خان ځان مکلف ګڼل چې عدالت دې د قومي مناسباتو قرباني نشي او دځينو کسانو د ګټو پر وړاندې ټوليزې ګټې پۀ نظر کې ونيسي او هڅه يې کوله ترڅو خلکو ته دا وپوهوي چې ټول وګړي ددۀ پر وړاندې د امتيازاتو لۀ برخې يوشان حقوق لري. مګر پۀ داسې ټولنه کې چې د سواد کچه يې ټيټه وه، ددې موضوع پوهول چې پۀ ټولنه کې ټول د حقوقو پۀ لحاظ يوشان دي، ډېر ستونزمن کار و پۀ ځانګړې توګه د اماني رژيم لۀ پاره چې غوښتل يې د افغانستان دخپلواکۍ موضوع د وخت لۀ زبرځواک هېواد انګلستان سره مطرح کړي او کۀ چېرې دا موضوع د سياسي مذاکراتو لۀ لارې حل شوې نۀ وی نو بايد جګړې ته يې مخه کړې وی، چې پۀ دې صورت کې پراخ قومي ملاتړ ته اړتيا ليدل کېده، نو نبايد امان الله خان قومي مشران لۀ ځانه خفه کړي وی. خو لۀ دې ګواښونو سره سره امان الله خان دعدالت لۀ پاره انقلابي اقدامات د محمد زايیو لۀ کورنيو څخه پیل کړل، چې واکمني هغوی پورې اړونده وه. ددې اقدام پۀ ترسره کولو سره شاه امان الله خان د زرګونو مفت خوره او بيکاره کسانو بدې خولې د ځان پۀ لوري خلاصې کړې.
مرحوم پوپلزايي ليکي: (( امير عبدالرحمن خان د محمد زايي کورنۍ غړو( ښځينه او نارينه ) چې عمرونه يې لۀ دولس کلونو څخه زيات و، د کال درې سوه پخې کابلۍ پيسې معاش ټاکلی و. همدارنګه دهغو کسانو لۀ پاره چې پۀ ۱۲۹۵ ق او ۱۲۹۶ کلونو ترمنځ مالي او ځايي خسارات يې ليدلي و، پۀ يوه کال يې لۀ يونيم زرو تر درې سوه پخې کابلۍ پيسې ورته مقررې کړې وې. دا کار د ۱۲۹۷ کال د دلوې مياشتې پورې معمول و. شاه د ( ۱۲۹۷ کال ( ۱۹۱۹ ز د مارچ ) پۀ مياشت کې یو فرمان صادر کړ، چې سر د ۱۲۹۸ ل کال د حمل مياشتې له لومړۍ ورځې څخه نسبي يا خپلوي ټول معاشات دې بند شي. دا نوی قانون د ۱۲۹۸ ل کال ( ۱۹جمادل لاخر ۱۳۳۷ س، ۲۲ مارچ ۱۹۱۹ ز ) د حمل مياشتې لۀ لومړۍ ورځې پلي شو... پۀ دغۀ کار سره د ځينو کورنيو غږ پورته شو او ځينې نورو يې عارض شول چې نوموړي حقوق موږ ته پۀ اعزازي توګه راکړل شوي دي او دا حق موږ ته د خپلو ترسره کړو کړونو لۀ مخې راکړل شوي دي.
شاه غازي امان الله خان وويل: د دوی د خدمتونو اسناد دې حاضر شي. دا چې د اکثرو شخصيتونو او کورنيو اسناد اماده نشول، نو د شاه حکم پلي شو. د هغو سردارانو لۀ پاره يې چې پۀ واقعيت کې يې په بېلابېلو برخو ( ملکي اونظامي ) د هېواد لۀ پاره خدمت کړی و او اسناد يې پۀ لاس کې درلودل، دهغوی حقوق يې د مکافاتي اراضۍ لۀ لارۍ د مواجب مستمري پرځای د زراعتي ځمکو او باغونو سره معاوضه او ورکړل. شاه مير محمد علي خان يې د ځمکو د پلور مسؤول وګمارۀ تر څو د شاه لۀ خوا خلکو ته شرعي قبالې ورکړي. هېره دې نۀ وي چې پۀ دغۀ امتيازاتو کې ځينې کسان برخمن شول او اکثرآ بې برخې شول. )) ( پوپلزايي، همان اثر، ۱۳۰ ص )
د ارګ لۀ پخلنځي څخه دپخو خواړو د وېش پۀ هکله، پوپلزايي ليکي: (( د امير عبدالرحمن لۀ واکمنۍ څخه د يو شمېر سرخېلانو، ملازمينو او نږدې کسانو ته چې لۀ لرې ځايونو څخه راغلي ؤ، د ارګ لۀ پخلنځي څخه ورته پاخۀ خواړۀ ورکول کېدل، پرته لۀ دې چې دغه جيره خواران هېواد او ملت ته کوم خدمت وکړي. دوی دا پاخۀ خواړۀ او امتيازات د ځانګړې پېژندګلوۍ، ځينو کسانو د محض خدمت او د امير عبدالرحمن خان د مسافرت پۀ موده کې لۀ امير سره ددوی د پېژندګلوۍ پر بنسټ تر لاسه کول.
اعليحضرت امان الله خان پۀ خپله لومړنۍ ناسته کې دا امتيازات بند کړل او د اسلامي عدالت لۀ مخې يې وفرمايل: پۀ زرګونه کسان ددې هېواد پۀ خوا وشا ( پۀ دښتو او درو کې ) کې پۀ ډېر فقر او بيچاره ګۍ سره ژوند کوي، غوره ده چې د خواړو دغه مصارف او امتيازات د ښوونځيو او روغتونونو لۀ پاره ځانګړي کړو. دشاه دا حکم پلي شو او مفت خوره کورنۍ او مشران سخت ناخوښه او مايوسه شول او د شاه تر شا يې بې ځایه خبرې کولې، چې د دوی دا کار دوی ته د مفته ډوډوۍ او امتيازاتو ورکړه وه.( هماغه اثر، مخ ۱۳۱)
د شاه دغه اقدام دا پيغام وړاندې کوي، چې شاه د عدالت د پلي کولو پلوی دی او د عدالت لۀ پاره د سلطنتي کورنيو لحاظ او خاطر هم نۀ ساتي، نو هېڅوک دې لۀ شاه څخه د دوستۍ، خپلولي او قومي مراعاتونو تمه نۀ کوي. شاه امان الله د يو ملت د مشرتوب د دندې پۀ هکله ګروهمن و چې : (( هېڅ زړۀ خرابونکې ربړه د يو ملت د مشرتوب څخه نشته. ځکه همدا يو کس بايد د ټولو وګړو محنت پۀ ځان ومني، ترڅو سلګونه زره وګړي پۀ سوکالۍ کې سا واخلي او همدا يوه سا بايد شپه او ورځ د سوچ او غم پۀ قيد کې تړلې وي. دهغۀ سوکالي د ملت سوکالي ده. د هغۀ راحت د ملک امنيت او د هېواد ابادي ده. د هغۀ خوښي د دولت پرمختک او شوکت دی.)) ( پوپلزايي، هماغه اثر، مخ ۳۱ )
نو پۀ دې اساس شاه غازي امان الله د افغانانو د سوکالي، پرمختګ او تعالی لۀ پاره شپه او ورځ کار کاوۀ او هېڅکله لۀ ۱۲ بجو د شپې مخکې لۀ خپل دفتر څخه خپل کور ته نۀ دی تللی.