څلور کلونه وروسته انس حقاني د ولسمشر غني هغه خبره تایید کړه، چې طالبانو مشروعیت غوښت. له دې وړاندې د نوموړي کاکا خلیل الرحمن حقاني هم رسنیو سره مرکه کې ویلي وو چې بیعت یې غوښت. د دواړو په څرګندونو کې یوازې د طالبانو د واک اجنډا مطرح ده. ه یې په سیاسي جوړښت څه ویلي، نه یې کومه لارنقشه وړاندې کړې او نه یې ژمنه کړې چې څه ډول سیاسي جوړښت به رامنځته کوي.
بل خوا، په تېرو شاوخوا ۴۸ ساعتونو کې ګڼ شمېر افغان رسنیو د انس حقاني د مرکې پر اساس دغه یو روایت تکراروي، چې وايي که ولسمشر غني له کابل نه وای وتلی یا لکه چې ځینې یې وايي "فرار" نه وای کړی هر څه به بل ډول وای.
لومړی خو ټول راپورونه په پرله پسې ډول نقل قولونه دي. "نوموړي وویل، نوموړي زیاته کړه او د هغه په وینا".
له بل لوري په ځانګړې توګه د ولسمشر غني دریځ چېرته دی؟
ایا دا ژورنالېزم به همداسې وي؟
ژورنالېزم د نقل قولونو کتابچه یا دفتر نه دی، بلکې د ريښتیا لټون، توازن او بشپړ انځور وړاندې کولو مسلک او مسولیت دی. توازن په دې مانا چې د ټولو اړونده لیدلورو وړاندې کول تر څو خلکو ته د پېښو بشپړ واقعیت په یوه چوکاټ کې بیان شي. نه یوازې هغه برخې چې زما له قومي، پروژيي او یا هم سیاسي ژورنالېزم سره برابرې وي او خپله قصیده پرې پخه کړو.
رسنۍ او ژونالېستان باید خبر سره سلیقوي برخورد د خپلو اجنډاوو پر بنسټ ونه کړي او د خبر کره والي او توازن ته نظر وکړي. کله چې یوه رسنۍ د تاریخي پېښي په اړه خبر یا راپور وړاندې کوي، نو ولې له هغه روښانه ځوابه ډډه کوي یا یې له پامه غورځوي چې په تکرار خپور شوی دی؟ دا ټول سلیقوي یا د لټۍ ژورنالېزم خلک د پېښې له بشپړه انځوره محروموي چې تاسې یې مسولیت لرئ.
ولسمشر غني دا خبره په ډاګه او په تکرار له BBC، ABN او CNN سره په خپلو مرکو کې کړې چې ولې له کابله لاړ:
ولسمشر غني: "زما د تللو لومړنی دلیل د کابل له وراني مخنیوی و... دویم؛ په پاتې کېدو سره مې یوې خونړۍ کودتا ته مشروعیت ورکول کېده. دا یوه کودتا وه، نه کوم سیاسي جوړ جاړی... درېيم؛ ما نه غوښتل کودتا ته مشروعیت ورکړم، بلکې غوښتل مې چې راتلونکي کې یو اساسي سیاسي جوړجاړي ته لار پرانيستې وي."
که د ولسمشر غني له دلایلو سره موافق یوو او یا نه، دا خبره مهمه نه ده. خو دا د رسنیو کار نه دی چې یوازې د خپلې خوښې، فکر او ورکړل شویو اجنډاوو پر اساس نیمګړی خبري چوکاټ وړاندې او دود کړي. توازن او کره والی د ژورنالېزم اساس دی.
نور باید متعصب، پروژيي او سیاسي ژورنالېزم، رسنۍ له توازن او بې پریتوب لرې نه کړي. هغه رسنۍ چې د پروژې په خاطر یې طالب ترهګر باله او وروسته یې ترې د سولې فرشتې جوړې کړې، که یې توازن مراعت کړی وای نن به د دوحې او سولې د دروغو وعدو نه ښکار کېدلای، نن به ولس د باعزته سولې پر معنا خبر وای، نن به د فساد او امانتدارۍ فرق معلوم وای او د اسلام، بيرغ، ملي ارزښتونو تعریف کې به خلک سر بداله نه وای.
بیا هم تکراروم!
که ژورنالېزم کې توازن او کره والی نه وي، هغه د تعصب او پروژې لاسپیکر دی او بس.