د مصنوعي ځیرکتیا شرکت د چيټ جي‌پي‌ټي نوی ورژن بازار ته وړاندې کړ

د مصنوعي ځیرکتیا شرکت د چيټ جي‌پي‌ټي نوی ورژن بازار ته وړاندې کړ


  • 8 مياشتي دمخه (08/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 190

د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال مخکښ شرکت OpenAI د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۷مه خپله نوې ورژن او پروسس کوونکې وسیله GPT-5 بازار ته وړاندې کړه.

 دغه ماډل د سافټویر جوړونې، روغتیايي څېړنو، مالي چارو او نورو مسلکي برخو لپاره پرمختللې ځانګړتیاوې لري. 

د شرکت په وینا، GPT-5 کولی شي په ریښتیني وخت کې پیچلي کوډونه ولیکي او د "test-time compute" په مرسته د اوږدو استدلالي کارونو د ترسره کولو وړتیا لري.

د OpenAI د بیان له مخې، نوی ماډل به د ۷۰۰ میلیونه کاروونکو لپاره د ګټې اخیستنې فرصتونه زیات کړي. 

د شرکت اجرایوي مشر وویل چې GPT-5 د تولیدي سرعت، دقت او انعطاف په برخو کې د پام وړ پرمختګ ښيي.

 

 د راپورونو له مخې، د AI په بازار کې د GPT-5 د راتګ سره د ټکنالوژۍ سکتور کې د ۵۰۰ میلیارډ ډالرو د پانګونې تمه کیږي.

 

د تخنیکي کارپوهانو په وینا، که څه هم GPT-5 د GPT-4 په پرتله د بنسټیز بدلون ښکارندوي نه کوي، خو د صنعتي حل لارو لپاره یې پرمختللې وسایل د پام وړ دي. 

 

د شرکت چارواکي وايي چې د معلوماتو کمښت او د روزنې لوړ لګښتونه لا هم یو چیلنج دی، خو نوې ځانګړتیاوې به د کاروونکو اړتیاوې په ښه توګه پوره کړي.