یو شمېر بنسټونه: برېتانیا دې د افغان همکارانو کورنۍ هم را وباسي

یو شمېر بنسټونه: برېتانیا دې د افغان همکارانو کورنۍ هم را وباسي


  • 8 مياشتي دمخه (06/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 156

په بریتانیا کې د کډوالو د ملاتړ شاوخوا ۵۰ بنسټونو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې څخه په یو پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې، چې د برتانیوي ځواکونو له پخوانیو افغان همکارانو سره دې د هغوی د کورنیو غړي هم بریتانیا ته ولېږدول شي. 

یاد بنسټونه وایي، دا هغه کسان دي چې د برتانیوي ځواکونو تر څنګ یې کار کړی او اوس یې ژوند له جدي خطر سره مخ دی.

دغو بنسټونو ویلي چې د افشا شویو معلوماتو له امله، د افغان همکارانو د کورنیو پېژندګلوي شوې او دا چاره د هغوی امنیت ته مستقیم ګواښ پېښوي. 

دوی ټینګار کړی، چې دا یوازې یو سیاسي یا تخنیکي بحث نه دی، بلکې د بریتانوي حکومت لپاره یو اخلاقي مسؤلیت دی، چې باید د دغو کسانو کورنۍ هم ژر تر ژره خوندي ځای ته ولېږدوي.

په لیک کې راغلي، چې دغه کورنۍ دا مهال په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واک لاندې ژوند کوي، چیرې چې د پخوانیو حکومتي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو، او نړیوالو همکارانو پر وړاندې ګواښونه لاهم دوام لري. 

 

بنسټونو خبرداری ورکړی، چې که چټک اقدام و نه شي، دا به د بریتانیا د بشري او اخلاقي اصولو خلاف وي.

بل لور ته، د اسلامي امارت حکومت بیا وایي چې دوی عمومي عفوه اعلان کړې او اوس مهال په افغانستان کې هیچاته زیان نه رسېږي.