د اوکراین چارواکي وایي، روسیه هڅه کوي خپلې حملې لا شدیدې کړي، خو دوی د امریکا له خوا د سمدستي اوربند لپاره شوي وړاندیز پوره ملاتړ کوي.
د یاد هېواد ولسمشر ولادمیر زیلنسکي ویلي، دوی د جګړې د پای ته رسولو لپاره بېلابېلې هڅې کړې دي، خو روسیې تل دا هڅې له پامه غورځولي.
زیلنسکي زیاتوي، تر اوسه داسې یوه ورځ هم نه ده راغلې چې روسیې د ملکي خلکو پر ضد بریدونه نه وي کړي او یایې هم جګړه ودرولي وي.
نوموړی وايي، روسیه غواړي د اوکراین تر نیولو وروسته نور هېوادونه هم تر خپل واک لاندې راولي.
سره له دې، چې روسیې تل ویلي، د نورو هېوادونو د نیولو او یا له هغوی سره د جګړې نیت نه لري؛ خو اوکراین وايي، که روسیه د دوی په خاوره کې بریالی شوه؛ نو ښايي تر هغې وروسته په پولنډ هم برید وکړي.