د حزب الله د خلع سلا کېدو لپاره پر لبنان فشارونه زیات شوي

د حزب الله د خلع سلا کېدو لپاره پر لبنان فشارونه زیات شوي


  • 8 مياشتي دمخه (05/08/2025)
  • سمسور نیوز
  • 185

یو شمېر رسنۍ وایي، چې نړیوال فشارونه پر لبنان ورځ تر بلې زیاتېږي، څو دا هېواد حزب‌الله ډله خلع سلا کړي.

 

 راپورونه ښيي چې د ولسمشر جوزف عون، صدراعظم نواف سلام، او د پارلمان مشر نبیه بري تر منځ مشورې روانې دي، څو د دې مهم او حساسې موضوع لپاره یوه ګډه لاره ومومي.

 

تمه ده چې د سه‌شنبې په ورځ د کابینې غونډه وشي او هلته به پرېکړه وشي چې حکومت د حزب‌الله د خلع سلا کولو لپاره څه ډول اقدام کوي.

 

بل‌خوا، د بیروت د بندر د خونړۍ چاودنې د پنځمې کالیزې په مناسبت د اسراییلي پوځ ویاند ویلي چې حزب‌الله د لبنان د فاجعو اصلي لامل دی او دا ډله‌ یې تورنه کړې چې لبنان یې د ایران په ګرو کې اچولی دی.

له بل اړخه، امریکا هم پر بیروت فشار زیات کړی، څو دا هېواد د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو رسمي ژمنه اعلان کړي.